سټيفن سميت: طالبانو د مخامخ جگړې توان له لاسه ورکړی
۱۳۹۰ مهر ۱۲, سهشنبهسميت د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي د ميراباد په پوځي قشله کي له خپلو سرتيرو سره د غرمنۍ ترخوړلو وروسته د هغه څه له امله مننه وکړه چي نوموړي يي د دغه ولايت اوسيدونکو ته د امنيت راوستل بولي.
سميت وويل چي سرتيرو يي دغلته په پوره ميړانه سره د طالبانو او نورور ترهګرو په ټکولو کي کار کړی او له ملکي ادارې سره يي هم اړيکي د هري ورځي په تيريدو غښتلي کيږي.
سميت وويل چي د طالبانو وروستي بريدونه ښيي چي هغوی مخامخ توان له لاسه ورکړی دی.
د ارزګان د ولايتي ادارې د وينا له مخي، نوموړي د ارزګان له والي او همدا راز له امنيه قوماندان مطيع الله خان سره هم کتلي دي.
مطيع الله خان په سيمه کي د ناقانونه وسله والو په درلودو تورن دي، چي د ناټو ځواکونو د لوژستيکي قافلو د خوندي ساتلو لوي قرار دادي هم شميرل کيږي.
نوموړي د ارزګان د وژل سوي پخواني والي جان محمد خان وراره دی، چي له کلونو راهيسي د ارزګان–کندهار پر لويه لاره د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کتارونو د بدرګي چاري پرمخ بيايي.
په ارزګان ولايت کي تر ډيره بريده د ګاونډيو ولايتونو په پرتله يي امنيتي حالت ښه دی.
ځکه د دغه ولايت امنيتي حالت تل د کندهار تر اغيز لاندي وي چيري چي، په دي ورستيو کي امنيتي حالت په بي ساري توګه خراب سوي او ډيري حکومتي چارواکي د وسله والو طالبانو له لوري ترور سوي دي.
ټاکل سوي چي د اسټراليا دفاع وزير له ارزګان وروسته نن کابل ته ولاړ سي او له خپل افغان سيال جنرال رحيم وردګ سره هم وګوري.
په کابل کي د دفاع وزارت د ويندوي دفتر يوه غړي مراد دويچه ويله ته وويل، چي د جنرال وردګ او سميت د خبرو اصلي موضوع به افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو د انتقال پروسه او همدا راز له ۲۰۱۴ کال وروسته د اسټراليا او افغانستان تر منځ د اوږد مهالو پوځي همکاريو پر سر را څرخي.
روان کال اسټراليايي سرتيرو ته په افغانستان کي تر ټولو خونړۍ وو چي شاوخوا اته سرتيري يي د همدغه کال له پيل راهسي په افغانستان کي وژل سوي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل