سویډن پر جنسي تیري تورن ۵ تنه افغان مهاجر اخراجوي
۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبهپه سویډن کې د تجدید نظر یوې محکمې د ابتدایې محکمې حکم لغوه کړی دی او د هغو پنځو تنو افغان مهاجرو (چې پر یوه بل مهاجر د جنسي تيري په برخه کې مجرم پیژندل شوي دي) له دغه هیواد څخه د ایستلو امر کړی دی. مجرم پيژندل شوي کسان هم قانوني سن یا ۱۸ کلنۍ ته نه دي رسیدلي.
په ستاکهلم کې د تجدید نظر محکمې د چهارشنیې په ورځ ویلي دي دغه کسان ځکه اخراجیږي: «چې د هغو کسانو په پرتله چې د دوی د اخراج مخالفت کوي، د هغو کسانو دلایل ډیر قوي کوم چې د دوی د اخراج غوښتنه کوي.»
د اوپسالا، سیمه ییزې محکمې د دسمبر په میاشت کې په دې دلیل چې تورن کسان تر اتلس کلنۍ د ټيټ عمر درلودونکي دي او دویم دا چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی، پریکړه کړې وه چې د دغو کسانو اخراجول امکان نه لري.
دغه تنکي ځوانان چې کوم افغان سرپرست هم نه لري، پر خپل یو بل افغان مهاجر د ډله ييز جنسي تیري په خاطر د ځوانانو په توقیفخانه او محبس کې په ۱۵ کاله بند هم محکوم شوي دي.
دغو پنځو تنو افغان مهاجرو د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې یو بل افغان مهاجر (چې هغه هم قانوني سن ته نه وو رسیدل) په چاقو ګواښلی او جنسي تیرې یې پرې کړی وو.
همدارنګه د تجدید نظر محکمې دغه مجرم مهاجر د لسو کلونو له پاره سویډن ته له راستنیدو څخه هم منع کړي دي. تر اوسه پورې د دغو کسانو د مدافع وکیل له خوا د محکمې د صادر شوي حکم پر وړاندې دفاعیه نه ده وړاندې شوې.