سوړ ژمی، بې کاري او د بې وزلو افغانانو سخت ژوند
۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبههغې خپلې کوټې په پلاستيکونو نيولي او هڅه کوي د ژمي په سړې هوا کې د خپلې کوټې د تودولو له پاره د سونګ مواد پيدا کړي.
میرمن کبرا نه یوازې دا چې د سونګ مواد نه لري، د اوړو په خلاصیدو سره يې د وچې ډوډۍ ویره هم لري.
دغه افغان میرمن په یوه داسې کوټه کې ژوند کوي چې د تودولو له پاره يې د وريجو بوجيو څخه استفاده کړې ده. کبرا رويټرز ته وويل: «موږ تیر پسرلی دوې بورۍ اوړه واخیستل چې تر اوسه ورڅخه استفاده کوو. که هغه خلاص شي نو بیا اړ یوو چې خدای ته دعا وکړو چې راسره مرسته وکړي.»
«له کوره مې خس غلا شوي»
هغه وايي د سونګ خس يې هم چا غلا کړي دي. د کبرا په خبره په اوړي موسم کې کله چې طالبانو پر ولسوالیو او ولایتونو جګړې پيل او بیا يې په ادامې کابل هم ونیو، اړه شوه چې خپل کور پريږدي، چې له کوره يې خس هماغه وخت غلا شوي ول.
افغانستان چې د څو لسیزو جګړو او وچکالیو ځپلی، په خلکو کې ېې د کبرا د ژوند په څير کيسې عادي دي.
د افغانستان پخوانی حکومت چې په اګست مياشت کې د طالبانو په راتلو سره ړنګ شو، پر بهرنيو مرستو تکيه لرله. خو اوس چې طالبان حاکم دي نړيواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو په برخه کې محتاطانه عمل کوي. په دې کې يو دلیل هم دا دی چې د طالبانو یو شمیر مشران د امریکا متحده ايالاتو په تور ليست کې شامل دي.
له لوږې او قحطۍ سره مخامخ افغانان
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د افغانستان ۲۳ میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او نژدې ۹ میليونه افغانان بيا په اوسني سوړ ژمي کې د قحطۍ له خطر سره مخ دي.
په افغانستان کې د بې وزله خلکو ژوند تل سخت وي. د کبرا کورنۍ په ځمکه کې کار کوي، دوی کچالو کري او د حاصلاتو په پیسو يې خپل ژوند تيروي.
خو نن ورځ دغه وضعیت نور هم مخ پر خرابيدو دی. هغه اوس د ګلپي په څير سبزيجاتو ته لاسرسی نه لري او نه هم لږ تر لږه پلاستيکي ترپال لري چې د سړې هوا او واورې په مقابل کې يې خپلې کوټې ته ولګوي. کبرا په اصل کې د خپلې خور په کور کې اوسیږي او په کومه کوټه کې چې هغه د شپې ويده کيږي ډېره کوچنۍ ده. هغه وايي: «زما زوی به زړې اوسپنې ټولولې، خو اوس بې کاره دی.»
«په اوونۍ کې يو ځل پخلی»
معصومه یوه بله افغانه مېرمن ده چې له خپلو څلورو ماشومانو سره په ګاونډي ولایت میدان وردک کې ژوند کوي. دغه ۲۶ کلنه مور هم وايي چې د پخوا په پرتله يې اوس ژوند سخت شوی دی. هغه وايي: «موږ نشو کولی هر ډول خواړه ولرو، خو پخوا ډیر ښه وو موږ به وريجې او غوړي درولودل.»
معصومه زیاتوي: «پخوا به مو په ورځ کې يو ځل ديګی کاوه، خو اوس يې په اوونۍ کې يو ځل کوو. ځینې وخت خو هيڅ هم نه وي حتی وچه ډوډۍ هم نه وي چې وې خورو.»
د افغانستان مرکزي ولایت باميان تر ډيره د هغه پر سیاحتي ځایونو شهرت لري، لکه بند امیر او د بودا سترې مجسمې، خو دغه مجسمې شل کاله مخکې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر وخت د طالبانو له خوا ړڼکې شوې.
دغه غرنی ولایت په ژمي کې ډير سوړ او یخبندان وي، چې له کبله يې د کار کولو امکانات په کې لږ وي. له بلې خوا د بامیان ولایت د توريزم صنعت هم چې یو وخت ښه وو، د بودا مجسمو په ړنګولو زیانمن شوی دی.
طالبان: د خلکو له ستونزو خبر يوو
اسوشتيد پریس زیاتوي چې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې د بودا مجسمو ته څیرمه بند امیر کې هم د سیلانیانو څرګ نه لګیږي.
طالب چارواکي وايي چې دوی د بې وزلۍ له ستونزو خبر دي. دوی يې لاملونه تر ډيره څه باندې څلور لسیزې وچکالي او د پخواني حکومت ناسم مدیريت په ګوته کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ويلي دي: «موږ هڅه کوو چې دغه ستونزې هوارې شي.» هغه زياتوي. «موږ پوهيږو چې خلک په څه وضعیت کې دي.»
د طالبانو حکومت تر اوسه په پر له پسې توګه له واشنګتن څخه غوښتي تر څو د افغانستان د شاوخوا ۹ میليارډ ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمنۍ آزادي کړي.
رپوټ زیاتوي کوم بحران چې افغانستان ورسره په سږني ژمي کې مخ دی، په تیرو شلو کلونو کې داسې نه وو. دافغانستان پخوانی حکومت د امریکا متحده ایالتو له ملاتړه برخمن وو او د نړیوالې ټولنې له خوا يې پراخ پوځي او مالي ملاتړ کیدی.
خو د هغه حکومت تر نسکوریدو او واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم په بې سارې توګه راټيت شوی دی.
نړيواله ټولنه او طالبان
اوس نړيواله ټولنه دې ته ګوري چې څنګه له افغانستان سره خپلې مرستې له سره تنظيم کړي. دوې په عین حال کې پر طالبانو فشار راوړي تر څو پراخ او ټول شموله سیاست غوره او اساسي بشري حقونه رعایت کړي له هغې جملې نجونو او ښځو ته د تعليم، تحصيل او کار اجازه ورکړي.
مجاهد هم د نورو طالب چارواکو په څير وايي چې د دوی حکومت نوی دی او ورو ورو به د نجونو ښوونځي پرانيستل شي. هغه وايي چې دوی د پخواني حکومت د ټولو چارواکو عمومي عفي ته ژمن دي.
ذبيح الله مجاهد د ټول شموله سياست په تړاو په خپل حکومت کې د کابل پوهنتون د پخواني استاد، عبداللطیف نظري ګومارنې ته اشاره کوي. نظري د افغانستان د هزاره لږګۍ څخه دی چې په وروستيو کې د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت مرستيال ټاکل شوی دی.
خو د خلکو شکایتونه ادامه لري. يو افغان سید حسین موسوي وايي: «په ژمي کې موږ معمولاً له دوکانونو پور اخلو او دوې درې میاشتې وروسته چې کله کارونه بیرته ښه شي، بيا خپل پورونه خلاصوو.»
هغه وايي چې اوس نور هم تغیرات ډير شوي دي. موسوی وايي: «له کله نه چې طالبان واک ته رسيدلي، کاروبار نشته، نرخونه لوړ شوي او خلکو مهاجرتونو ته مخه کړې ده.» هغه وايي: «موږ هيڅ نه لرو.»
ر/م.ک.ص./ن.ز.