سویلي کوریا:شمالي کوریا د توغندیو تازه آزموینې کړي
۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبهد سويلي کوریا په پلازمينه سويل کې د دغه هیواد دفاع وزارت ويلي دي چې دغه دوه رهبري شوي مشکوک توغندي، د زيړې بحيرې پر استقامت توغول شوي دي. خو دا چې دغو توغنديو څومره فاصله وهلې ده، لا روښانه نه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان پريکړه لیک شمالی کوريا د هغو بالستیک توغنديو له آزموينو منع کوي، چې د ډیزاین له مخې د اتومي سرګلولو د ليږدولو وړتیا ولري.
خو د کروز توغنديو آزموېنې، د دغه هیواد پر ضد چې په پراخه توګه په انزوا کې دی، په تحریمونو کې شاملې نه دي. شمالي کوريا د روان کال په جریان کې له دې پرته نورې توغندویزې آزموېنې هم کړي دي. دغو آزموينو، د روان کال له پيل راهیسې په سیمه کې د وضعیت په اړه انديښنې زیاتې کړي دي.
پیونګ یانګ د خپل اتومي وسلو پروګرام په خاطر، د نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی. په عین حال کې امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا له دې هم بیره لري چې شمالي کوریا به هر وخت چې وي د نوو اتومي وسلو آزموېنې هم ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون، په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې هغه تیار دی امریکا متحده ایالتو سره په یوه بالقوه جګړه کې له اتومي وسلو څخه کار واخلي.