1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويلي کوريا ـ پخوانۍ ولسمشرې ته د ۲۵ کلن بند سزا

۱۳۹۷ شهریور ۲, جمعه

پر پخوانۍ ولسمشرې تور دی چي د استخباراتي ادارې له رئيس څخه يې رشوت اخيستی ؤ. د هغې د بند سزا حتی تر ۳۳ کالو پوري اوږدېدلای سي.

https://p.dw.com/p/33fhV
Park Geun-hye
پارک د پوليسو سره (آرشيف انځور)انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Hong-Ji

د سويلي کوريا د استیناف محکمې د دغه هيواد د پخوانۍ ولسمشرې پارک ګوين هويې د بند سزا و ۲۵ کالو ته لوړه کړې ده. د دغې سياستوالې چې ۶۶ کاله عمر لري، پر ضد د اختلاس او رشوت تورونه د دغه هيواد د نوي تاريخ تر ټولو جدي افتضاح يا رسوايي بلله کيږي. د يونهاپ خبري آژانس د خبر له مخي د استیناف محکمې پر پخوانۍ ولسمشرې پارک د ۲۰ ملياردو وون (مساوي په تقريبا ۱۷،۳ مليونه ډالره) نقدي جریمه هم را ايستلې ده.

په دې توګه د استناف محکمې د پارک هغه د بند سزا چي په اپريل مياشت کي ورته اورول سوې وه، ورباندي د يو بل کال د بند سزا هم زياته کړې ده. لوی څارنوال د اپريل د مياشتي د پرېکړي پر ضد د استیناف محکمې ته مراجعه کړې وه. څارنوالۍ په اصل کي د دغې پخوانۍ ولسمشري له پاره د ۳۰ کالو د بند سزا غوښتې وه.

تقريبا ۷۰ مليونه ډالره رشوت

پارک د خپلې ولسمشرۍ په جريان کي د اختلاس او رشوت په لويه افتضاح کي ښکېل سوې وه. دغه افتضاح د ۲۰۱۷ کال په مارچ کي د دې لامل سوه چي پارک له چوکۍ ليري کړل سي. پر پارک او د هغې پر یوې اعتمادي شخص، چوی سون سيل چې یوه ښځه ده، تورونه لگول شوي چي هغوی د لوی شرکت سامسونګ څخه رشوت اخيستی ؤ. د تقريبا ۷۷،۴ ملياردو وون (مساوي په تقريبا ۷۰ مليونه ډالره) داسي بنسټونو ته ورکول سوي ول چي د چوی تر کنټرول لاندي ول.

د استیناف محکمې د پخوانۍ ولسمشري د بند د سزا د يو بل کال لا زياتولو په استدلال کي ويلي چي نوموړې تر هغه څخه زيات رشوت اخيستی چې مخکې له دې يې اټکل سوی ؤ. د استیناف د محکمې د فيصلې وروسته پارک يوه اونۍ وخت لري چي د دغي فيصلې پر ضد عالي محکمې ته مراجعه وکړي. کله چي د استیناف محکمې خپله فيصله اوروله نو پارک په محکمه کي نه وه حاضره سوې. دغې سياستوالې له لومړۍ ورځي څخه دغه محاکمه تحریم کړې وه او وايي چي دغه محاکمه سياسي انګېزې لري.

احتجاجي غورځنګ له ولسمشرۍ څخه د ليري کېدو سبب سو

پارک په ټوليزه توګه د ۳۳ کالو د بند د سزا د ګواښ سره مخامخ ده ولي چي هغه د کال په پېل کي په يوه بله محاکمه کي د نورو ۸ کالو له پاره په بند محکومه سوې وه. په دغه قضيه کي پر هغې تور ؤ چي د استخباراتو له رئيس څخه يې رشوت اخيستی ؤ او د سويلي کوريا د انتخاباتو قانون يې هم نقض کړی ؤ.

د پارک او د چوی افتضاح د دې لامل سوې وه چي په ټول هيواد کي د احتجاجونو يوه لويه څپه رامنځ ته سي. د يادو تورونو د رابرسېره کېدو وروسته په سويلي کوريا کي احتجاجي غورځنګ رامنځ ته سو. په احتجاجونو په سلهاؤ زرو انسانانو ګډون وکړ او د پارک د استعفی غوښتنه يې کوله. بالآخره د هيواد د اساسي قانون محکمې دغه ولسمشره له چوکۍ څخه ليري کړه. په دې توګه سره پارک د سويلي کوريا لومړۍ دولتي مشره ده چي په ډيموکراټيکه توګه ټاکل سوې وه او له خپل مقام څخه پر شا کېدو ته مجبوره کړل سوه.