1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه: یاغیانو حماه ښار له "دریو اړخونو " محاصره کړی دی

۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبه

د بشار الاسد پوځ له ځینو بریالیو جوابیه بریدونو سره سره د یاغیانو تر فشار لاندی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې رپوټ ورکړی دی چي یاغیانو د حماه ښار له "دریو اړخونو" تر خپلې محاصرې لاندي راوستی دی.

https://p.dw.com/p/4nleO
حماه ښار په ۲۰۱۱م کال کي د سوریې د کورنۍ جگړې د پیل پر وخت د بشار الاسد د مخالفینو سنگر بل کیدی
په سوریې یاغیانو د حماه ښار له "دریو اړخونو " محاصره کړی دیانځور: Ghaith Alsayed/AP/dpa/picture alliance

په سوریه کي د یاغیانو پرمختگ د حماه ښار پر لور ادامه لري. د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان  چی مرکز یې په لندن کي دی، د چهارشنبې په ماښام ( ۲۰۲۴ م کال د دسمبر ۴) رپوټ ورکړ چي دغه ستراتیژیک ښار له "دریو اړخونو" یاغیانو محاصره کړی دی.

د نوموړي بنسټ د رپوټ له مخي د بشار الاسد پوځ په اوس وخت کي "یوازي له یوه اړخه کولای سي له حماه ښار څخه د حمص ښار پر لور حرکت وکړي".

د سوریې  د بشري حقونو د څار سازمان خپل معلومات په دغه هیواد کي د بېلابیلو سرچینو څخه راټولوي او په خپلواک ډول د هغو تائيدول امکان نه لري.

حماه ستراتیژیک ښار د سوریې په لوېدیځ مرکز د حلب او دمشق تر منځ پروت دی او له همدې امله د سوریې د پایتخت د ساتلو له پاره چي د هغه په ۲۲۰ کیلومترۍ واټن کي پروت دی، له ستراتیژیک اهمیت څخه برخمن دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ له مخې، د بشار الاسد پوځ د چهارشنبې په ورځ د هیئت تحریر شام (HTS) د ډلې او د هغې د متحدو ډلو پر ضد په ځینو بریدونو لاس پوری کړی دی.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

د سوریې حکومتي خبري آژانس (سانا) د سوریې  د پوځي واحدونو او اسلامپاله یاغیانو تر منځ له " سختو نښتو څخه " خبر ورکړ او همدارنگه یې اعلان وکړ چي د دغو واحدونو عملیات د روسیې  او سوریې جنگي الوتکو په هوايي ملاتړ ترسره سوي دي.

حماه ښار په ۲۰۱۱م کال کي د سوریې د کورنۍ جگړې د پیل پر وخت د بشار الاسد د مخالفینو او اپوزیسیون سنگر بلل کیدی او د اولسي اعتراضاتو میدان وو. خو د دغه ښار په لوېدیځ پرتو کلیو کي  ډېر اوسیدونکي ژوند کوي چي د بشار الاسد په ډول په علوي اقلیت پوري اړه لري.

د هیئت تحریر شام جهادیانو او د هغوی متحدینو د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ (د نوومبر ۲۷) د سوریې په شمال کي د اسد حکومت د ځواکونو پر وړاندي پراخ بریدونه پیل کړي او وې کولای سول د  حلب ښار بشپړ کنترول په لاس کي واخلي.

روسیه چي د بشار الاسد  د حکومت له متحدینو څخه ده، په اول وار يې پر حلب ښار هوايي بریدونه کړي دي.

د هیئت تحریر شام ډله د النصره جبهې (په سوریه کي له القاعده ترهگري شبکې) راوتلې، خو وايي چي له ۲۰۱۶م کال راهیسي له القاعده سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ په حواله په دغو نښتو کي له تیرې اونۍ څخه بیا تر نن پوري څه د پاسه ۷۰۰ کسان وژل سوي دي چي ۱۱۰ یې ملکيان دي.

په دې ترڅ کي، ملگرو ملتونو اعلان کړی دی چي ۱۵۰ زره کسان د جهادیانو اوبشار الاسد د پوځ ترمنځ د نښتو د پیل کیدو له امله بې ځایه سوي دي.

دسوریې په چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان ځانگړي استازي گونزالو وارگاس یوسا، د ایکس په شبکه (پخواني تویتر) کي څرگنده کړې ده چي د هغو انسانانو شمیر چي په حلب او د سوریې په نورو سیمو کي د دواړو خواوو ترمنځ نښتو له امله تیښتې ته مجبوره سوي دي، په چټکۍ سره د زیاتیدو په حال کي دی او دغه بهیر به په قوي احتمال سره همدارنگه ادامه ولري.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.