سوريه د م.م. د عمومي اسامبلې مهمه موضوع ده
۱۳۹۲ مهر ۲, سهشنبهپه نیویارک کې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله د سوريې پر موضوع د امريکا متحده ايالاتو او روسيې د مخالفو دریځونو ترسيوري لاندي پيليږي. د لوېديځو هيوادونو دیپلوماتان پر روسيې تور لگوي چي د امنيت په شورا کي يې د خنډ جوړونې د دریځ په غوره کولو سره د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړل یې له ځنډ سره مخامخ کړې دي.
د گيدو ويسترويله وروستی گډون
د ملگر ملتونو په عمومي اسامبله کي به د راتلونکي سه شنبې (۱ اکتوبر) پوري د نړۍ د ۱۹۳غړو هيوادونو راغلي لوړ رتبه چارواکي ويناوې وکړي. په دغو کي به تقريبا ۶۶ فيصده برخه د دولتي او حکومتي مشران وي. تر ټولو لومړی به د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما خپله وينا واوروي. د دې تر څنگ د ايران د نوي ولسمشر حسن روحاني وينا ته هم په لېوالتيا سره انتظار ايستل کيږي. دا په داسي حال کي ده چي د ايران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په خپلو شخړه یيزو ويناوو سره څو ځله د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کي لانجې راولاړي کړي وې. د شنبې په ورځ به د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله هم خپله وينا واوروي. دا چي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه دنده پای ته رسيږي نو دا به په ملگرو ملتونو کي د هغه وروستۍ وينا وي.
سوريه د خبرو مهمو موضوع
د عمومي اسامبلې پر وړاندې د مشرانو ویناوې تر زیاتې کچې تشریفاتي بڼه لري. اصلي سياست د اسامبلۍ په څڼدونو کې تر سره کیږي. په دې ترڅ کي ديپلوماتان له یو بل سره ویني او خبرې اترې کوي. د بېلگي په توګه هیله کیږي چې د غونډې په څنډه کې د یوې لیدنې کتنې سره، به د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران جان کېري او سیرگي لاوروف د سوريې د لانجې په حل کي لږ پر مختگ رامنځ ته کړي.
د يوه لوېديځ هيواد دیپلومات فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي «دا چي د سوريې کيمياوي وسلې به څنگه له منځه وړل کيږي په دې هکله په فعلي توگه همږغي موجوده ده.» خو دغه ديپلومات زياته کړې ده چي روسيې د امنيت د شورا د اړونده اعلاميې په مخنیوی سره دغه پروسه له ځنډ سره مخامخ کړې ده. روسيه وايي چي د داسي اعلاميې ملاتړ به ونه کړي چي پکښي د کيمياوي وسلو د ويجاړولو د مکلفيت څخه د سرغړاوي په صورت کي بشارالاسد ته د مجازاتو گواښ کوي.
د امريکا متحده ايالات د سوريې پر رژيم تور لگوي چي د روان مېلادي کال په اگست مياشت کي يې پر خپل ولس د زهرجن گاز وسله کارولې ده. په دغه پيښه کي تقريبا ۱۴۰۰ انسانان وژل سوي ول. خو روسيه بيا د دغه بريد پړه د ولسمشر بشارالاسد پر وسله والو مخاليفينو اچوي.