سعودي هوایي شرکت کاناډا ته خپل پروازونه دروي
۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سهشنبهد سعودي عربستان او کاناډا تر منځ دیپلوماتیک کړکیچ لا پسې زور اخیستی. د سعودي عربستان دولتي هوایي شرکت «السعودیه» د راتلونکې اوونۍ له پیل څخه تورنتو ته او له تورنتو څخه سعودي عربستان ته د ټولو الوتنو د درولو اعلان کړی دی.
د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د ترینګلتیا سبب د کاناډا د بهرنیو د چارو وزیرې کریستیا فري لنډ، د پنجشنبې د ورځې د ټویټر یو پیغام وو. په دغه ټویټ کې ویل شوي وو چې کاناډا د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو په نیولو جدي انديښمنه ده، لکه د سمر بدوي نیول کیدل: «موږ د سعودي له چارواکو غوښتنه کوو چې هغه [سمر بدوي] او نور د بشري حقونو سوله ییز فعالان آزاد کړي.»
سمر بدوي د مشهور بلاګ لیکونکي رایف بدوي چې هغه هم په سعودي عربستان کې بندي دی، خور ده. د رایف بدوي میرمن انصاف حیدر او ماشومانو یې په ګډه څه موده وړاندې د کاناډا تابعیت تر لاسه کړ.
د ریاض حکومت په خپل هیواد کې د کاناډا سفیر دینس هوراک، د دوشنبې په ورځ د نامطلوبه کس په توګه یاد کړ او هغه ته یې د سعودي عربستان د پريښودو وویل. په عین وخت کې سعودي عربستان له کاناډا څخه خپل سفیر د سلا مشورې له پاره خپل هیواد ته راوباله.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې خبره ټینګار کوي چې دغه څه د سعودي عربستان په داخلي چارو کې ښکاره او د نه منلو وړ لاسوهنې په توګه انګیري چې د ټولو نړیوالو نورمونو او پروتوکولونو خلاف عمل دی. تر دې دمخه سعودي عربستان له کاناډا سره سوداګریزي اړیکې او ټولې نوې پانګونې هم وځنډولې.
فري لنډ، له سعودي څخه د کاناډا د سفیر د ایستلو په هکله انديښنه څرګنده کړې، خو په عین وخت کې یې پر دې باندې ټینګار کړی دی چې هیواد به یې «په ټوله نړۍ کې د ښځو او بیان د آزادۍ د حقوقو په شمول، تل د بشري حقونو څخه ملاتړ وکړي.»
زموږ له آرشیف څخه: