سرطان ناروغۍ د هندي فلمونو دغه نامتو کسان کړولي ـ انځوريز راپور
په نړۍ کي هر کال نژدې ۱۸ ميليونه انسانان په سرطان اخته او هر کال په اوسط ډول ۸ ميليونه ترې مړه کيږي. مهم لاملونه يې ناسم خوراک، تمباکو، ژنيتيکي او ورته نور دلايل دي. په سرطان اخته سوي هندي فلمي ستوري دلته پېژندلای سئ:
سنجېدت
د هندي فلمونو ژورنالست کومل نهاتا ټويټ وکړ چي سنجېدت سرطان لري. په رسنيو کي داسي انګېرل کيږي چي سنجېدت د سږو د دريمې يا څلورمي درجې په سرطان اخته دی. د علاج له پاره و امريکا ته د هغه د ژر تر ژره سفر خبري هم کيږي. سنجېدت ويلي چي تر درملنې لاندي دی او له خلکو يې هيله کړې چي اندېښنې ونه کړي.
سونالي بېندرې
ممثلي سونالي بېندرې د لوړې اندازې ميتاستاز سرطان درلود. کله چي سرطان په لومړي ځل په بدن کي را څرگنديزږي نو ورته د لومړي ټکي سرطان ويل کيږي. کله چي د سرطان حجرې خپرې سي او د بدن نورو برخو ته سرايت وکړي نو بيا د ميتاستاز پړاو بلل کيږي. نوموړې په نيويارک کي له درملنې وروسته روغه سوه.
عرفان خان
د هندي فلمي نړۍ ستوري عرفان خان په ۲۰۱۸ کال کي اعلان وکړ چي د سرطان په ناروغۍ اخته سوی دی. له دغه اعلان څخه وروسته نوموړی تر زيات وخته له فلمي نړۍ څخه ليري پاته سو. خو په ۲۰۱۹ کال په «انګلش ميډيم» فلم کي بيا راڅرګند سو. هغه د لوړې درجې نويروندوکرين سرطان درلود او د ۵۳ کالونو په عمر ورڅخه مړ سو.
وينود کهنا
د هندي فلمونو ستوري وينود کهنا په ۲۰۱۷ کال له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. هغه د اينې په سرطان اخته ؤ. وينود کهنا د بي جي پي ګوند څخه د ګورداسپور په استازيتوب د پارلمان غړی هم ؤ. هغه په ۲۰۱۵ کال د شاه رخ خان په «ديوالې» فلم کي د وروستي ځل له پاره د سېنما پر پرده راڅرگند سو. د ناروغۍ په وروستي پړاو کي د اوبو د کمښت له کبله د هغه بدن ډېر کمزوره سوی ؤ. د هغه وخت انځورونو يې مينه وال زښت خواښينه کړي ول.
راجېش کهنا
راجېش کهنا د «آنند» په نوم فلم کي د يو داسي کس رول ادا کړی ؤ چي د سرطان په ناروغي اخته وي. هغه په خپل ژوند کي په رشتيا په دغه ناروغۍ اخته سو. ويل کيږي چي د ژوند په وروستيو شلو ورځو کي هغه متيقين سوی ؤ چي نور يې ژوند پای ته رسېدلی دی او د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۱۸مه نېټه يې د سرطان سره مبارزه بايلوده او ومړ.
منيشا کويرالا
په ۲۰۱۲ کال داسي خبرونه خپاره سول چي هندۍ ايکټره منيشا کويرالا په سرطان اخته ده. د هغې مينه وال سخت خواشينه سول کله چي يې د هغې هغه خپاره سوي انځورونه وليدل چي پکښي پر سر يې ورېښته نه ول. هغې په يوه مرکه کي وويل چي دا چي په کورنۍ کي يې د سرطان په ناروغۍ نور کسان هم اخته سوي ول، د دې اخته کېدنه دې ته د تعجب وړ نه وه.
انوراګ باسو
انوراګ باسو چي د «ګېنګسټر» او «مرډر اېنډ برفي» په شان فلمونو ډايرېکټر ؤ، په ۲۰۰۴ کال خبر سو چي د سرطان په ناروغۍ اخته دی. ډاکټرانو ورته وويل چي د ژوند پای يې رارسېدلی دی خو انوراګ باسو د سرطان سره په مبارزه کي بريالی سو او ژوندی پاته سو.
ممتاز
نامتو ايکټره ممتاز په ۲۰۰۲ کال د سينې په سرطان اخته سوه. هغې ۶ ځله شيمو درملنې او ۳۵ د وړانګو درملنې وګاللې. د هغې عمر هغه وخت ۵۴ کاله ؤ. نوموړې چي اوس تر۷۰ کالو زيات عمر لري، کله په لندن کي او کله په ممبی کي د خپلي کورنۍ سره ژوند کوي.
نرګس دت
د سنجېدت مور او د خپل وخت د هندي فلمي نړۍ ستورې نرګس هم په سرطان اخته سوې وه. هغه د درملنې له پاره د سنجېدت او د هغه د پلار سونيل دت سره د امريکا متحده ايالاتو ته د درملنې له پاره ولاړه. د سنجېدت د لومړي فلم «روکي» بازار ته تر راوتلو څو ورځي مخکي هغې په روغتون کي ساه ورکړه.
د سرطان ناروغي د زياتو لاملونو له کبله د انسان په وجود کي پيدا کيدلای سي. خو د ګوتو په شمېر څو داسي لاملونه دي چي په زياته اندازه په سرطان د اخته کېدو سبب کيږي. په دې ترڅ کي د ۲۵ او ۳۰ سلنې تر منځ لامل يې سګرېټ/تمباکو/نسوار/شراب او د ۲۰ او ۴۰ سلنې تر منځ لامل يې غيرمتوازن خوراک کيدلای سي. ژنيټيک/موروثيت، انفېکشين، په کار کي ناخوښي، د لمر وړانګې، غيرمستقيم د سګرېټو د دود تنفس کول (هغه ځای کي ناسته، چيري چي سګرېټ څکول کيږي) او راديو اکتيف چاپيريال يا کار ځي کي اوسېدل هم د سرطان لامل کيدلای سي.