1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ګاونډیو هېوادونو کې پر افغانانو د سرحدي شخړو اغېزې

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د طالبانو له لورې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له سرحدي ځواکونو سره سرحدي شخړې په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ژوند مستقیم اغېز لري. یو کډوالو خبریال په پاکستان کې څو تجربې رپوټ کړې دي.

https://p.dw.com/p/4M0pq
Pakistan Afghanistan l Grenzübrgang in Chaman
انځور: STR/AFP

په کډوالۍ کې باید هر سهار د افغانستان اړوند د ورځې په خبرونو پیل کړم. دا ځل مې په چمن کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د سرحدي نښتي خبر ولوست، چې دواړو لوریو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سپین بولدک بندر کې نښته غندلي او د طالبانو له ادارې څخه یې په ټینګار غوښتي دي، چې له سرحدي نښتو څخه ډډه وکړي.

ساعت وروسته له همکارانو سره، د رسمي کارونو د پرمخ وړلو له پاره په ټکسي کې د اسلام اباد په لوري روان شوم. کله چې موټر چلونکی وپوهیدو، چې موږ له افغانستان څخه یو، په تمسخر او خندا کې یې وویل: «موږ تاسې ته په خپل هېواد کې پناه درکوو، خو ستاسې د هېواد امنیتي ځواکونه زموږ په خلکو فیرونه کوي.»

په ځواب کې مې ورته وویل: «دغه کار طالبانو کړی دی، نه د افغانستان خلکو.» هغې ځواب راکړ: «طالبان ستاسې افغانانو اړوند دي او د کوم بل هېواد څخه نه دي راغلي.»

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

په لاره کې زموږ بحث دوام پیدا کړو او ټیکسي چلوونکي غوښتل چې موږ په نیمه لاره له موټر څخه د باندې وغورځوي. خو بالاخره له دې امله چې موږ کډوال وو او دی کوربه و، موږ مجبور وو چې چوپ پاتې شو. له افغان کډوالو سره دا سپکاوی کومه نوي خبره نه ده.

درې میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبې پرمهال د دواړو ټیمونو د ننداره کوونکو ترمنځ جنجالونو، افغان کډوال د پاکستان امنیتي ځواکونو له نا سم چلند سره مخامخ کړل.

هغه وخت د پاکستان پولیسو د افغانانو د کورنو پلټنه او او د کډوالو د ویزو چيک کولو لړۍ پیل کړې وه، چې د افغان کډوالو په باور، لامل یې همدا چلندونه وو.

 یو شمېر افغانان چې د ویزو د اعتبار موده یې تېره شوې وه، افغانستان ته ولیږل شول. وضعیت دومره کړکیچن شو، چې د طالبانو د کډوالو وزیر له له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغمه کار واخلي.

 په پاکستان کې یو افغان کډوال نوید وایي، هغه وخت چې د ویزې رجسټر له پاره یې پولیسو ته مراجعه وکړه، یو افسر هغې ته وویل: «موږ تاسې ته ویزه درکوو، مرسته درسره کوو، چې په پاکستان کې ژوند وکړئ او هوسا اوسئ، خو تاسې زموږ خلکو سره جګړه کوئ او آن زموږ ملي بیرغ ته اور اچوئ.»

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکون ترمنځ څو ځله سرحدي شخړې شوي چې له کبله یې پاکستان کې میشت افغانان بیه پرې کوي.
د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکون ترمنځ څو ځله سرحدي شخړې شوي چې له کبله یې پاکستان کې میشت افغانان بیه پرې کوي. انځور: SOHAIL SHAHZAD/EPA-EFE

نوید وایي چې دغه افسر ته یې په ارامۍ ځواب ورکړ: «زه نه د کرکټ مینه وال یم او نه د پاکستانیانو سره په جګړه کې ښکېل یم.» خو پاکستاني افسر هغې ته وویل  تاسې ټول "افغانان" یاست.

محمد شریف یو بل کډوال دی، چې د یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه وایي، په تیلفوني اړیکه کې یې د غاښونو له ډاکټر وخت واخیستو، خو له دې امله چې په اردو یې خبرې کولې له ډېر ښه چلند سره مخ شو.

خو وایي کله یې چې په معاینه کې کې له خپلې میرمنې سره په دري خبرې وکړې، له دوی سره د ډاکټر چلند بدل شو. هغه په دې باور دی، چې د ډاکټر له لورې د ټیلفوني اړیکې او بیا مخامخ لیدنې پرمهال یې برخورد بیخي توپیر درلود.

 شریف وایي چې د انتظار له امله یې ډېر اعتراض وکړ او یادونه یې وکړه، چې ملاقت یې اخیستی، خو ډاکټر هغې ته وویل: «تر اوسه افغانانو ته نوبت نه دی رسیدلی. تاسې صبر وکړئ، زه له تا ډېر عاجل ناروغان لرم.»

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د ډېرو خلکو د کډوالۍ کوربه دی. میلیونونه افغانان د څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، یو شمېر یې د کسبونو او کار څښتن شوې دي.

له هغې وروسته چې طالبانو د دویم ځل له پاره واک ته رسېدلي دي، د دوی د غړو او د پاکستان او ایران د پوله ساتونکو ترمنځ په سرحد کې وخت ناوخت جنجالونه او نښتې روانې دي.

 دا د دې لامل شوي چې هغه افغانان چې د ځان او کورنۍ د ژغورنې له پاره د طالبانو له ویرې مجبور شوې، چې هېواد پریږدي، د کوربه هېوادونو له نا سم چلند سره مخامخ شوې دي.

د معلومات له مخې پاکستان ګڼ شمیر هغه افغانان چې د سفر رسمي اسناد نه لري زندان ته اچولي چې یو شمیر یې بیرته آزاد او افغانستان ته لیږدول شوي دي.
د معلومات له مخې پاکستان ګڼ شمیر هغه افغانان چې د سفر رسمي اسناد نه لري زندان ته اچولي چې یو شمیر یې بیرته آزاد او افغانستان ته لیږدول شوي دي. انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د یادولو وړ ده چې له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې دوه ځلې پاکستاني سرحدي ځواکونه او طالبان د سپین بودلدک/ چمن په پوله نښتې  کړې دي. د تېر کال په نوامبر میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سپین بولدک مهم بندر، د دریو پاکستاني سرحدي عسکرو له مرګ ژوبلې وروسته د یوې اونۍ له پاره وتړل شو، بیا د دواړو لوریو له توافق وروسته ازاد شو.

د دسمبر په ۱۱ نیټه بیا ځلې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه او دواړو لوریو سپکې او درنې وسلې پکې وکارولې. په دواړو لوریو کې د توپ مرمۍ د استوګنې په ځایونو ولګیدې.

 په دې نښته کې لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول او د ملکي وګړو په ګډون ۲۰ نور ټپیان شول. دغه بندر بیا د څو ساعتونو له پاره د تګ او راتګ پرمخ وتړل شو.

دغه راز د افغانستان په لودیځ کې د طالبانو ډلې څو ځلې د ایران له سرحدي ځواکونو نښتې وکړې، د ایراني مقاماتو او د طالبانو ادارې  د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب نښتې پای ته ورسیدې او سرحد بیا خلاص شو. په ایران کې کډوالو وایي، چې له دې سرحدي نښتو څخه اغېزمن شوي او د سپکاوي او بد چلند سره مخامخ شوې دي.

زما او د نورو افغان کډوالو له پاره دا اول ځل نه دی او په احتمال سره وروستی ځل به هم نه وي چې دغسې یو څه تجربه کوم. تر هغه وخت چې سرحدي جنجالونه دوام لري، د کوربه هېوادونو چلند به هم همداسې دوام لري.

ه.م / ف.ظ / خ.ح / ن.ز