ستولتنبرګ: له روسیې سره بله سړه جګړه نه غواړو
۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبهینس ستولتنبرګ ویلي دي چې روسیه په وروستیو وختونو کې نوې وسلې جوړوي چې په هغو کې اتومي او غیري اتومي وسلې شاملې دي. د ناټو مشر په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دغه نوي وسلې په یوې احتمالي جګړه کې د روسیې له خوا د اتومي وسلو د استعمال له پاره ټاکل شوی سرحدونه نزدې کوي. هغه وویل: «دا ډیره مهمه ده چې د دې موضوع مخه باید ونیوله شي.»
ستولتنبرګ روښانه کړې ده چې ناټو هم د روسیې د دغو اقداماتو په ځواب کې خپلي دفاعي وړتیاوې لوړې کړې دي او غواړي چې هر احتمالي مخکې راتلونکي ته داسې یو روښانه پیغام واستوي چې دغه پوځي سازمان به د خپلو ټولو غړو ساتنه وکړي.
ستولتنبرګ ویلي دي: «موږ د خپلو ځواکونو د چمتوالي کچه لوړه کړې ده او د ایتلاف خیتځې برخې، پولند او بالکان هیوادونو، ته مو لا ډیر ځواکونه استولي دي.»
دغه چارواکي ټینګار کړی دی چې د ناټو د دې اقداماتو هدف د روسیې یا کوم هیواد پارونه نه، بلکي د تعادل رامنځ ته کول دي. هغه ویلي: «موږ د یوې نوې سړې جګړې غوښتونکې نه یوو. موږ د وسلو نوې سیالۍ نه غواړو او نه غواړو چې روسیه څنډې ته کړو. روسیه زموږ ګاونډی هیواد دی او پاتیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې هیواد یې نوی اټوم جوړوي او دا چې لویدیځ هیوادونه د روسیې په محدودولو کې پاتې راغلي دي.
ستولنتنبرګ د روسیې د پوځي وړتیاو په اړه د جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده، خو روښانه کړې یې ده چې ناټو د دغه شان اقداماتو ځواب ورکولو ته چمتوالی غواړي.