ساینس پوهان: اقلیمي تغیر د هوا د خرابیدو خطر ډیر لوړوي
۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبهاعلان
ځکه نو ساینس پوهانو په هامبورګ کي د سختي خرابي اب وهوا د دولسم کانګرس پر مهال د حکومتونو او جامعې څخه په دې برخه کي د ژر تر ژره معاملې غوښتنه وکړه. هغوی د مځکي د کُرې د نور تودیدو د نه جبرانیدونکو عواقبو څخه خبرداری ورکړ.
د جرمني د هواپيژندني ادارې د رهبرۍ غړي، توبیاس فوکس، چي په دغه کنفرانس یې برخه اخیستې ده، پرون چهارشنبه(د سپټمبر ۲۸ مه) وویل، چي« موږ پدې منځ کي اقلیمي تغیر مستقیمأ پخپلو سترګو وینو او په اصطلاح د دروازې مخته مو ولاړ دی. د دغه تغیر د خرابوعواقبو سره اوس موږ هر یو شخصأ مواجه یو».
تر راتلونکي جمعې ورځي پوري به په دغه کنفرانس کي تقریبأ ۱۰۰ ساینس پوهان او د اقلیمي مسایلو متخصیصین خپل نوي مشاهدات او تجارب د عامه ذهنیت په اختیار کي ورکړي.