د روسۍ جیت الوتکې په ټکر کې دوه پيلوټان وژل شوي
۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبهدفرانسې خبري آژانس په حواله، دغه پېښه يوه ورځ وروسته له هغې شوې چې یوه جنګي جیت الوتکه د روسېې په ييسک ښارګوټي کې د کورنو په یوه بلاک کې راوغورځېده چې پکې د ماشومانو په کډون له لسو ډير کسان ووژل شول.
د سېمې والي ایګور کوبزيف (Igor Kobzev) پر ټولنيزه رسنۍ خبر ورکړی چې «د سو کټګورۍ يوه الوتکه د ایرکوتڅک ښار په پرژوالسکي کوڅه کې له یوه دوه پوړیز ساختمان سره ټکر کړی دی.»
والي زیاته کړه چې د بيړنیو حالاتو وزارت اړوند ځايي ادارې موندلې چې دا یوه سو-۳۰ ډوله الوتکه وه چې «د آزمايښتي پرواز پر وخت ېې ټکر کړی دی.»
کوبزيف وروسته وويل چې په دغه پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي او ځايي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
هغه د دغه ساختمان یوه ويډيو هم خپره کړې چې په کې ښکاري تور لوګی آسمان ته پورته کیږی. والي له ويډیو سره لیکلي چې دا د «دوو کورنیو یو شخصي کور وو چې مساحت ېې ۱۰۰ متر مربع دی.»
د روسېې د تحقیقاتو کميټه چې لوېې جنايي پېښې څيړي، په ېوه اعلاميه کې ېې ويلي دي چې د دغې پېښې په تړاو ېوه جنايي دوسيه جوړه شوې ده.
آ/م.ک.ص./ا.ا.