سياستاوکرایین
زیلنسکي په اشغال شوو سیمو کې د پاڅون غوښتنه کړې
۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبهاعلان
هغه پخپل ورځني پیغام کي وویل، چي هغوی باید اوکرايني قواوي د مطمینو کانالو له لاري د دښمن او یا هغوی د ملګرو له موقعیت څخه خبر کړي.
د کریمیا د نیمه جزیرې د هوايي قواوو په یوه قرارګاه کي د تازه چاودني په باب زیلنسکي وویل، چي په دغه حمله کي نهه روسي جنګي طیارې له منځه تللي دي. د دغه انفجار دقیق علت تر اوسه پوري هم نه دی معلوم.