1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي د کراماتورسک برید ته د «قوي نړیوال ځواب» غوښتنه کړې

۱۴۰۱ فروردین ۲۰, شنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دغه هیواد په ختیځ کې د کراماتورسک ښار د ریل پر تمځای د روسي ځواکونو خونړي برید ته د «قوي نړیوال ځواب» غوښتنه کړې ده. جو بایډن دغه برید «فجیع او وحشتناک» بللی دی.

https://p.dw.com/p/49hOg
Kiew Ukraine | Pressekonferenz: Ursula von der Leyen und Wolodymyr Selenskyj
انځور: JANIS LAIZANS/REUTERS

د اوکراین ولسمشر د کراماتورسک ښار د اورګاډي پر تمځای توغندیز برید ته په اشارې سره دغه برید «د روسیې نوی جنګي جنایت» بللی دی.

زیلنسکي د جمعې (د اپریل میاشتې ۸) په ماښام په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي دي ټول هغه کسان چې په دې خونړي برید کې ښکیل دي باید د محاکمې میز ته راوښکل شي.

په همدې حال کې د اروپايي اتحادیي د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین اوکراین ته د خپل سفر پر مهال د کیف په اطرافو کې د بوچا د وضعیت په اړه ځان خبر کړ.

د کراماتورسک د اورګاډي تمځای د جمعې په ورځ په داسې حال کې د توغندي په وسیله په نښه کړای شوی و چې ډیر شمیر پناه غوښتونکي هلته موجود ول. د سمیه ایزو چارواکو په حواله په دغه برید کې ۵۲ تنه وژل شوي دي. په وژل شوو کې ۵ تنه یي ماشومان ول. د برید پر مهال په سلګونو کسان د دغه هیواد لویدیځ ته د تيښتې له پاره اورګاډي ته منتظر ول.

نړیوال غبرګونونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کراماتورسک ښار د اورګاډي پر تمځای برید یو «فجیع او وحشتناک عمل» بللی دی.

اروزولا فون دیر لاین دغه برید «د کرکې وړ» ګڼلی او د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ لندن ته د خپل سفر پر مهال وویل: «د ملکي خلکو وژنه جنګي جنایت دی او د دې برید مسئولیت د روسیې ولسمشر په غاړه لري.»

Ukraine-Krieg - Kramatorsk
د کراماتورسک د اورګاډي پر تمځای بریدانځور: Seth Sidney Berry/ZUMA Press Wire/dpa/picture alliance

زیلنسکي د روسیې دغه اقدام «بی اندازې او بی سرحده شرارت» بللی او دغه هیواد یي د اوکراینیانو په «تمسخر آمیزه نابودۍ» تورن کړی دی.

د اوکراین ولسمشر خبرداری وکړ، په هغه صورت کې چې د روسیې مخه ونه نیول شي، دغه هیواد به له خپلو بریدونو لاس وانخلي. نوموړي پخپل ویډیویي پيغام کې وویل: «مونږ دغه جنګي جنایت ته د نړیوالې ټولنې د قوي ځواب» په تمه یو.

روسیه د کراماتورسک د ریل پر تمځای د حملې هر ډول مسئولیت ردوي. د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د کیف رژیم پر دې تمځای برید کړی دی، څو د ښار د اوسیدونکو له تيښتې څخه په مخنیوي کولو سره له دوی نه د دغه هیواد د پوځ له سنګرونو څخه د دفاع په خاطر «د انساني ډال» په توګه کار واخلي.

روسیې په بوچا کې د لسګونو جسدونو تر موندل کیدو او د روسي واحدونو تر په شاتګ وروسته هم دا ډول غبرګون ښودلی و او د اوکراین دولت یي په تحریک کوونکو اقداماتو تورن کړی و.

د جمعې په ورځ اورزولا فون دیرلاین د اروپا د باندني سیاست له مسئول جوزیف بوریل او د سلواکیا له لومړي وزیر سره یوځای له نږدې څخه د بوچا له وضعیت او یوه ډله ایز قبر څخه لیدنه وکړه.

فون دیر لاین په یوه تویت کې ولیکل چې په دې جنایت کې مسئول کسان به د محاکمې میز ته راوښکل شي.

نوموړې له زیلنسکي سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل، په داسې حال کې چې اوکراین اروپایي راتلونکې لري روسیه له اقتصادي بندیزونو او د ټکنالوژۍ له نابودۍ سره مخ ده.

زیلنسکې تر اوسه پورې پر روسیې د لګول شوو بندیزونو په ستاینې سره دغه اقدامات ناکافي وبلل او د روسیې پر نفت او ګازو د بندیز غوښتنه یي وکړه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص