1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي د ریفرانډم د اعلان په مقابل کي خونسردي ښوولې

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د اوکراین جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي د روسیې له خوا د دغه هیواد په څلورو سیمو کي د ریفرانډم د پلانونو په مقابل کي د غرب د عکس العمل هرکلی وکړ.

https://p.dw.com/p/4H8pv
Ukraine-Krieg - Wolodymyr Selenskyj in Isjum
انځور: SVEN SIMON/The Presidential Office of Ukraine/picture alliance

زیلنسکي پخپل ورځني ویدیويي پیغام کي د اوکراین د دوستانو او ملګرو څخه د روسیې د دې نیت د سخت غندلو په دلیل مننه وکړه، چي غواړي لا ډیر مصنوعي او پخپله تنظیم سوي ریفرانډمونه وکړي.

د اوکراین په ختيځ کي د دونیڅک، لوهانسک او خِرسون روسي پلوه چارواکو له روسیې سره د یوځای کیدو د یوه ریفرانډم د سرته رسولو اعلان وختي لا کړی ؤ، کوم چي به د راتلونکې جمعې په ورځ شروع او تر سه شنبه پوري به دوام پیدا کړي.