1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین ولسمشر ته د امریکا له لوري د ایستلو وړاندیز شوی

۱۴۰۰ اسفند ۷, شنبه

د متحده ایالاتو حکومت د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي، ته له کیف ښار څخه د وښکلو وړاندیز کړی، خو نوموړي دغه وړاندیز رد کړی دی. د یو بل خبر له مخې د شنبې په ورځ د کیف ښار په مرکز کې ډزې اوریدل شوي دي.

https://p.dw.com/p/47daZ
Ukraine-Konflikt - Präsident Selenskyj
انځور: Ukrainian President's Office/ZUMA Press/picture alliance

رويټرز خبري آژانس د اوکراین له پلازمینې کیف څخه لیکي چې د شنبې په ورځ سهار وختي د دغه ښار په مرکز کې د ډزو غږونه اوریدل شوي او دغه راز په دغه ښار کې یوې پوځي اډې باندې هم برید شوی دی.

په عین حال کې رويټرز خبري آژانس بیا وايي چې د متحده ایالاتو حکومت د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي ته له کیف څخه د وښکلو وړانديز کړی دی خو دغه غوښتنه رد شوې ده.

زیلنسکي د امریکا د دغې غوښتنې په ځواب کې ويلي دي: «جګړه دلته ده، زه مهماتو ته اړتیا لرم نه سفر ته.» د امریکا د څارګرې ادارې یو چارواکی چې له دغو خبرو سره یې مستقیم تماس درلود، د زیلنسکي دریځ یې خوشبينانه توصیف کړی دی.

Ukriane-Krieg | Kiew
یو ټپي شوی اوکرايني سرتیري د کیف ښار په یوه کوڅه کې ناست دی او ملګري يې ولاړ دیانځور: Emilio Morenatti/AP/picture alliance

رپوټ زیاتوي، روسي ځواکونه د شنبې په ورځ وروسته له هغې کيف ښار ته ورنژدې شوي، چې د روسیې هوايي ځواکونو د اوکراین په مختلف سیمو کې پوځي مرکزونه په نخښه کړل.

رويټرز همدارنګه د روسيې د دوهمې ایلیوشین-۷۶ (Ilyushin Il-76) ډوله پوځي ترانسپورتي الوتکې له ويشتلو او نسکورولو څخه خبر ورکړی دی. د دوو امریکايي چارواکو له قوله ويل شوي چې دغه الوتکه د اوکراین بلا تسرکیفا ښار ته نژدې غورځول شوې ده. یاد ښار د کيف سويل ته په ۸۵ کيلومترۍ کې پروت دی. اوکرايني ځواکونو د جمعې په ورځ هم د روسيې یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه چې پراشوټي ځواکونه يې لیږدول نسکوره کړې وه.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.