اوکراين: د روسیې راکټي بريد په لسونو ملکيان وژلي
۱۴۰۱ فروردین ۱۹, جمعهد اوکراين ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي د دغه هيواد په ختیځ کې د ریل پر يوه تمځای تر راکټي بريد وروسته پر روسیې سختې نیوکې کړي دي. زيلنسکي ويلي چې د روسیې «بدۍ هیڅ حد نه لري.»
د دونيڅک والي ويلي دي چې په دغه بريد کې ۳۹ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان دي.
ولسمشر زيلنسکي د فيسبوک له لارې ويلي دي چې روسي ځواکونو د کراماتورسک د رېل تمځای په نخښه کړی دی چېرې چې په زرونو اوکرايني وګړي تخليه کيدو ته په انتظار ول.
چارواکو زیاته کړې ده چې د بريد پر مهال د رېل په تمځای کې کابو ۴۰۰۰ کسانو چې زياتره یې سپين سرې او سپين ږيري، ښځې او ماشومان موجود ول.
خو روسیې د بريد خبره رد کړې ده.
په همدې منځ کې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د روسي ځواکونو د نورو جناياتو خبره کړې ده. نوموړي په يوه ويډيويي پېغام کې ويلي دي چې کيف ته په څېرمه پراته کوچني ښار بوروديانکا کې چېرې چې د پاکولو چارې رواني دي او ژغورونکې عمله په کار بوخته ده، وضعیت تر بوچا هم «وحشناک» دی.
زيلنسکي: په بوروديانکه کې لا زيات قربانيان دي
که څه هم چې زيلنسکي کره شمیرې په ډاګه نه کړې، خو ویې ويل: «هلته د روسي اشغالګرو لا ډېر قربانيان شته.»
کيف ته څېرمه پروت ښارګوټی بوچا په دې وروستيو ورځو کې د اوکراين د جګړې د وحشت پر سمبول بدل شوی وو. د ستېلايت د انځورونو، ژورناليستان او فعالانو په حواله له دغه ښارګوټي څخه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته يو ډله ایز قبر موندل شوی وو او د ښار سړکونه د انسانانو په جسدونو ډک ول.
د پنجشنبې په ورځ د اوکراين د کورنيو چارو وزير دنيس موناستيرسکي اعلان وکړ چې بوروديانکه د کيف په سيمه کې له هغو ښارونو څخه يو دی چې تر ټولو ډېر ويجاړ شوي دي.
د اوکراین لوې څارنوالې ارېنا وندیکووا د دغه ښار د استوګنې په سيمه کې د يو شمیر جسدونو د موندنې خبر ورکړی دی. نوموړې د فيسبوک له لارې ويلي: «يوازې د استوګنې د دوو بلاکونو له ويجاړيو څخه ۲۶ جسدونه را ايستل شوي دي. دا چې نور به څومره مړي وموندل شي «وړاندوينه یې امکان نه لري.»
د اوکراين لوې څارنوالې د روسیې پر پوځ يو ځل بيا د جنګي جنايتونو د ترسره کولو تور لګولی دی. هغې وويل چې د دې جنايت شواهد موجود دي. نوموړې زياته کړه چې په بوروديانکا کې هیڅ پوځي تاسيسات نشته او د روسي ځواکونو «يوازنی هدف» ملکیان ول.
خو روسیې بيا دا ټول تورونه رد کړي دي.
د پنتاګون مشر: پوتین «غلط شوی»
د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د اټکلونو پر اساس د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د اوکراين د پلازمينې کيف د نيولو له خپل هدفه تېر شوی دی. د دفاع وزير لوېد اوستن په کانګرس کې د يوې استماعیه غونډې په ترڅ کې وويل: «پوتین فکر کړی وو چې کولی شي اوکراین ډېر ژر ونيسي، کيف به ډېره ژر کنترول کړي، خو هغه غلط شوی وو.»
نوموړي وويل چې دی اوس په دې آند دی چې پوتین به د هيواد پر جنوب او ختیځ تمرکز وکړي.
په دې غونډه کې د امريکايي ځواکونو لوی درستيز مارک میلي هم وويل چې د «جګړې لومړۍ برخه د اوکراين له نقطه یې نظره په ډېر احتمال سره بريالۍ پر مخ تللې ده.» نوموړي زیاته کړې: «خو په جنوب ختیځ دونباس سيمه کې چېرې چې د روسیې ځواکونه سره يوځای کيږي او غواړي يرغل ته دوام ورکړي، هلته لا هم يوه مهمه جګړه په مخکې ده.»
کريملن درانه تلفات مني
د اوکراين د جګړې شپږ اوونۍ تیريدو وروسته روسیې په اوکراين کې د خپلو يو شمیر عسکرو د وژل کیدو خبره کړې ده. د کريملن وياند ديمتري پېسکوف له «سکای نيوز» تلویزيون سره په خبرو کې وويل: «موږ ته ډېر زيان اوښتی، دا زموږ له پاره يوه ستره تراژيدي ده.» هغه زياته کړې: «دا ډېر جدي عملیات دي چې پايله یې هم ډېره جدي ده.»
په دې وروستيو کې روسیې د خپلو ۱۳۵۱ عسکرو د وژل کیدو خبره کړې وه. خو اوکراين برعکس بيا اټکل کوي چې د جګړې له پېل راهيسې څه نا څه ۱۹۰۰۰ روسي عسکر وژل شوي دي. د خپلواکو سرچينو له خوا د يوه اړخ خبره هم نه شي تائيدلی.
تر سلو پر زياتو روغتونونو بريدونه
د روغتيا نړيوال سازمان «دبليو اچ او» ويلي دي چې په اوکراين کې پر تر سلو ډېرو روغتونو بريدونه شوي دي. ياد سازمان ويلي دي چې د پنجشنبې په ورځ دغه شمیر له سلو لوړ شوی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان له خوا په تصديق شويو دغه ۱۰۳ بريدونو کې ۸۹ بریدونه پر روغتيايي تاسیساتو او ۱۳ نور پر امبولانسونو شوي دي.
زياته شوې ده چې په دې ترڅ کې ۷۳ انسانان وژل شوي او۵۱ ټيپان شوي دي. د روغتيا نړيوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم غيبريوسس ټینګار کړ چې «پر روغتيايي تاسيساتو بريدونه له نړيوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ده.»
ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله آلماني)