1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: روسي ځواکونه کيف ته ننوتلي

۱۴۰۰ اسفند ۶, جمعه

د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، ويلي دي چې دولت ېې داسې اطلاعات په لاس کې لري چې ښيي ورانکارې ډلې او روسي ځواکونه پلازمېنې ته داخل شوي دي. د اوکراین د دفاع وزارت د ۸۰۰ روسي عسکرو د وژلو ادعا کړې.

https://p.dw.com/p/47ZnF
Ukraine Konflikt | Präsident Volodymyr Zelenskyy
انځور: Ukrainian Presidency / Handout /AA/picture alliance

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت پر کيف باندې د «وحشتناکه توغندویز بریدونو» څخه خبر ورکړی دی.

زيلنسکي: تحریمونه کافي نه دي

د اوکراين ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي، د لوېديځ له خوا پر مسکو لګيدلو تحریمونو باندې نیوکه وکړه او هغه یې ناکافي وبلل. هغه وويل نړیواله ټولنه یوازې د هغه څه چې پر اوکراین تیريږي ننداره کوي.

اروپايي اتحاديې د اوکراين پر ضد یو لړ تحریمونه وضع کړي دي، اما د دغه هیواد ارتباط يې له سوئيفت سره نه دی قطع کړی. دغه اقدام کولی شي د روسيې مالي موسسې له نړیوال مالي سیستم څخه بې برخې کړي.

په کیف کې د ېوې الوتکې سقوط

Ukraine Konflikt | Russischer Militärangriff
د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت پر کيف باندې د «وحشتناکه توغندویز بریدونو» څخه خبر ورکړی دیانځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

سي ان ان تلويزیون د اوکراین د کورنیو چارو وزارت اړوند منابعو له قوله خبر ورکړ چې يوه اوکراينۍ الوتکه په کيف کې رالوېدلې ده. د دغه وزارت یوه بله منبع بیا د یوې روسي الوتکې د رالوېدو خبره کوي.

«کیف به ډير ژر سقوط وکړي»

د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، ويلي دي چې دولت ېې داسې اطلاعات په لاس کې لري چې ښيي ورانکارې ډلې او روسي ځواکونه پلازمېنې ته داخل شوي دي. دی خپله اوس د کیف د يوې حکومتي سیمې په یوه پټنځای کې اوسیږي. زيلنسکي ويلي دي چې هغه اوس د مسکو له پاره لومړی درجه هدف او کورنۍ يې دوهم درجه هدف دی. د زيلنسکي کورنۍ لا تر اوسه د کیف په يوه مخفي ځای کې اوسيږي.

تر دې وړاندې د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، دیميترو کولبا، پر کيف باندې د «وحشتناکو توغندويز بریدونو» خبر ورکړ او د سي ان ان یوه خبریال ويلي دي چې د روسيې ځانګړي ځواکونه د ښار په اطرافو کې راښکته شوي دي. دغې شبکې تيره شپه رپوټ ورکړ چې روسي ځواکونه له دوو خواو پر کیف حمله کوي تر څو پلازمېنه محاصره کړي.

د اوکراین حملې له پيل راهیسې ۱۳۷ کسانو وژنه

د زيلنسکي په خبره د پنجشنبې په ورځ (د فبروري ۲۴مه) پر اوکراین د روسيې له یرغل راهیسې، په دغه هیواد کې ډېر پوځي او ملکي کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

زيلنسکي په یوه تلویزيوني وینا کې وويل: «موږ خپل ۱۳۷ اتلان او اتباع له لاسه ورکړي دي. ۳۱۶ تنه هم ټپيان شوي دي.» هغه د یو عمومي بسیج امر صادر کړی دی.

Ukraine | Menschen auf dem Weg zu Zügen um Kiew zu verlassen
په اوکراین خلک د تيښتې په حال کېانځور: Emilio Morenatti/AP/dpa/picture alliance

د اوکراین د دفاع وزارت بیا د ۸۰۰ روسي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. دغه اطلاعات تر اوسه د کومې بلې منبعې له خوا نه دي تائيد شوي.

د کيف په ختيځ کې دریم ښار د روسيي ځواکونو لاس ته ورغلی دی. هغوی د پلازمېنې په استقامت پر پرتو لارو د تلاشۍ پوستې جوړ کړي دي.

۱۰۰ زره کسان د تيښتې په حال کې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو آژانس د پنجشنبې په ورځ وويل چې په اوکراين کې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو خپلې مېنې پریښي او د تيښتې په حال کې دي. ډېر خلک هڅه کوي تر څو د دغه هیواد کلیوالي سیمو ته پناه ويسي. په سلونو نور کسان بیا د اوکراين ګاونډیو هیوادونو ته تښتيدلي دي.

مکرون: له پوتين سره خبرې بې نتيجې وې

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د روسيې له ولسمشر ولاديمیر پوتين، سره پر ټيلفون خبرې کړي دي خو هغه یې بې ګټې ښودلي دي. مکرون دغه خبرې، «صریح، مستقيمې او لنډې» توصیف کړې. هغه د جمعې ورځې په سهار په بروکسل کې وويل: «دغه خبرې چې د اوکراین د ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي په غوښتنه ترسره شوې، هغه پکې له پوتين څخه وغوښتل تر څو ژر تر ژر د اوکراین نښتې پای ته ورسوي. خو دغه تماس بې نتيجې وو.» مکرون دغه خبرې په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې بحران تر غونډې وروسته وکړې.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.