زيلنسکي: د جنګي ټانکو د ورکړي په اړه دي ژر پريکړه وشي
۱۴۰۱ دی ۲۷, سهشنبهاعلان
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، په خپله ورځنۍ ویډیو کې له بريتانيا څخه مننه وکړه چې اوکراين ته يې د ۱۴ چیلنجر ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.
هغه په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم د پرېکړو او د آلمان په رامشټاين پوځي اډه کي د اوکراين په اړه غونډه چې د اوکراين د تماس ډله هم برخه پکښې اخلي، د پايلو په تمه دی. هلته کيدای شي چې پريکړه وشي چې اوکراين ته دي ليوپارد ټانکونه ورکړل شي.
اوکراين ته د ليوپارد ټانکونو د ورکړي له پاره د آلمان موافقه اړينه ده.