زلمي خلیلزاد له اشرف غني سره ولیدل
۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبهد افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې محمد اشرف غني د چهارشنبې په سهار په ارګ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي. هغه د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «په دغه ملاقات کې ښاغلي خلیلزاد په قطر او اسلام آباد کې د خپلو وروستیو بحثونو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.»
د صدیقي په خبره له خلیلزاد سره د جمهور رئیس د خبرو اترو اصلي محور د «اوربند د تأمین څرنګوالی» او له افغانستان څخه د باندې د طالبانو د پټنځایونو پر موضوعاتو وو. د صدیقي په خبره په دغه ملاقات کې اشرف غني د طالبانو له لوري د خشونت د ادامې په هکله خپله اندیښنه وښوده. دواړو لورو هیله ښوولې چې په افغانستان کې د سولې د تأمین له پاره لومړی اوربند رامنځ ته شي.
د تیرې جمعې په ورځ زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې له طالبانو سره خبرې اترې د لنډې دمې په حالت کې دي. خلیلزاد د خپل ټویټر په یوه پیغام کې په باګرام کې د شوي برید په هکله غوسه هم څرګنده کړې وه او ویلې یي وو چې «طالبان باید وښيي چې دوی غواړي او د دې وړتیا لري چې د سولې له پاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.»
تر هغې وروسته خلیلزاد اسلام آباد ته په سفر ولاړ او د دغه هیواد مشرانو ته یې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د شویو تازه مذاکراتو په هکله معلومات ورکړل.