1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ:«میرکل د ماسن د لیري کیدو تصمیم نیولی دی»

۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبه

صدراعظمې انګيلا ميرکل د یوې ورځپاڼي په حواله تصمیم نیولی دی، چي د جرمني د داخلي استخباراتو د ادارې رییس تر شخړه ایزي مرکې وروسته لیري کړي. حکومت تر اوسه په دې اړه چپ پاته دی.

https://p.dw.com/p/34zv1
Hans-Georg Maaßen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

المانۍ ورځپاڼي «ویلټ» د ایتلافي منابعو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل د داخلي استخباراتو د ادارې د رییس هانس گیورگ-ماسن د لیري کیدو تصمیم نیولی دی. د رپوټ پراساس سبا سه شنبه په صدارت عظمی کي د لوی اییتلاف د حزبي مشرانو د پلان سوي اضطراري جلسې دمخه لا د استخباراتو د شخړه ایز رییس د راتلونکي په باب تصمیم نیول سوی دی.

ورځپاڼي همدا رنگه لیکلي دي، چي صدراعظمې د خپل دې نیت څخه، چي غواړي ماسن لیري کړي، پرون یکشنبه په تلیفون کي د اییتلاف رهبري کونکو غړو ته د هغه اشاره ورکړې ده. د رپوټ له مخي میرکل په دې عقیده ده، چي ماسن نور نه زغمول کیږي، ځکه هغه په سیاست کي مداخله کړې ده.

Deutschland Bundestag
انځور: Reuters/H. Hanschke

دا هم پداسي حال کي ده، چي د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د همدا تیري پنجشنبې په ورځ لا د ماسن شا ته دریدلی ؤ او د هغه څخه یې خپل ملاتړاعلان کړی و.

د سوسیال ډیموکراټانو له خوا فشار

د جرمني حکومت مگر ددغه رپوټ په هکله اظهارت نه دي کړي او چپه خوله پاته دی. د حکومتي منابعو څخه یوازي دومره ویل سوی دي، چي د پخوا په ډول اوس هم د میرکل د تیري جمعې د ورځي دریځ اعتبار لری.

د بلي خوا د لوي اییتلاف یو غړئ، یعنی سوسیال ډیموکراټان د ورځو ورځو راهیسي د ماسن د لیري کیدو غوښتنه کوي. ددغو بحثونو د رامنځته کیدو دلیل د ماسن هغه مرکه وه، چي ویلي یې ول:« دده سره داسي اسناد او شواهد موجود نه دي، د کوم پراساس چي په کیمنیڅ کي خارجیان تعقیب سوي، وهل ټکول سوي وي.» د هغه په خبره « ددې له پاره ډیر دلایل موجود دي، چي دغه ویدیو یوه جعلي ویدیو وی او قصدأ غلط معلومات ورکول سوي وي، تر څو عامه ذهنیت د کیمنیڅ د قتل څخه بلي خواته راوگرزول سي.»

Berlin BfV Hans-Georg Maaßen Innenminister Horst Seehofer
د کورنیو چارو وزیر،هورس زېهوفر او استخباراتو رییس هانس گیورگ ماسنانځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د همدې عیسوي کال د اگست میاشتي پر ۲۶ نیټه په کیمنیځ کي یو ۳۵ کلن کي کیوبايي الاصله آلمانی په چاړه وهل سوی و. دهغه د قتل په تور دسوریې او عراق څخه درې پناه غوښتونکي نیول سوي دي.

پدې هکله زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(12.09.2018)