رپوټ: د افغانستان د غاليو صادرات ډېر شوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۶, جمعهد طلوع نيوز تلویزيوني شبکې پنجشنبې ورځې د يوه رپوټ په حواله افغانستان په تېر کال کې يو ميليون متر مربع غالۍ صادرې کړي دي. يادې شبکې دغه رپوټ د غاليو د توليدونکو او صادرونکو ټولنې د معلوماتو په حواله ورکړی دی.
د دې ټولنې يوه غړي محمد آصف يعقوبي وويل: «توليد د بې کارۍ له کبله شل سلنه لوړ شوی دی، اوبدل ډېر شوي دي او ورسره زموږ توليد هم ډېر شوی دی.»
د دغه ټولنې په حواله د افغانستان ډېرې غالۍ اروپا او پاکستان ته صادرې شوی دي. غالۍ هم په لاس اوبدل کيږي او هم د ماشينونو له لارې جوړيږي. خو په سيمه کې په لاس اوبدل شوې غالۍ لاسي هنر ګڼل کيږي.
له افغانستان څخه د نړيوال پوځي ائتلاف د ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دغه هیواد کې د بې کارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده. د هېواد په ډېرو سيمو کې بې وزلي حاکمه ده او ډېری انسانان پر بشري مرستو تکيه کوي.
زموږ له آرشيف څخه: