رپوټ: اوکراین د روسیې د تیلو پر دستگاوو برید کړی
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبهرسنیو رپوټ ورکړی دی چي اوکراین د ریازان د تیلو د فابریکې په شمول، د چهارشنبې په شپه د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د روسیې په مختلفو سیمو کي د تیلو پر دستگاوو بریدونه کړي دي.د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې (HUR) یوه چارواکي چي نوم یې نه دی ذکر سوی، د «اوکرایینسکا پرواد» پورتال ته ویلي دي چي د مسکو د سویل ختیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کي د ریازان په ښار کي د تیلو یوه دستگاه زیانمنه سوې ده، نوموړي زیاته کړې: »په ریازان کي یو پوځي هدف تر برید لاندي راغلی دی.« او دوهم هدف د روسیې د وورونژ په ښار کي د نفتو د پروسس کولو فابریکه وه.
د اوکرایند پوځي استخباراتو ادارې دغه خبر په رسي توگه نه دی تائید کړی، خو د اوکراین رسنۍ په محرمانه ډول د دغه ډول بریدونو په هکله معلومات په لاس راوړي.
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چي د روسیې پر څلورو سیمو وورونژ، ریازان، بيلگورود او کورسک باندي یې په شپه کي د اوکراین د بې پیلوټه جنگي الوتکو مخه نیولې ده.
د روسیې خپلواکو رسنیو د ریازان د تیلو په فابریکه کي د یوې اولرگیدني رپوټ ورکړی دی.
د اوکراین پوځي ځواکونو خپل بې پیلوټه الوتکو ته نوره هم پراختیا ورکړې ده او له څو اونیو راهیسي په لا ډیر واټن سره د روسیې په دننه کي بریدونه کوي. له دغو بریدونو څخه هدف د روسيې پوځ له پاره د سوند توکو د تامینولو اخلالول دی.
د امریکا متحده ایالاتو پر دغو بریدونو انتقادونه کړي دي، دا ځکه چي د تیلو پر نړیوالي بیې د هغوی له اغیز خڅه بیره لري. خو کیف خپل دغه تاکتیک ته ادامه ورکوي.
اوکراین له څه د پاسه دوو کلونو راهیسي، د روسیې د یوه پراخ برید په وړاندي د ځان دفاع کوي.
روسیې د چهارشنبې په شپه په توره بحیره کي د اوکراین پر بندري ښار اودسا باندي توغندي فیر کړي دي. د نوموړي ښار د والي اوله کیپر، په حواله په دغو بریدونو کي ۳ کسان وژل سوي او ۳ نور زخمیان سوي دي.
د اوکراین په ختیځ کي پروت لوی ښار، خارکیف د چهارشنبه په ورځ د څو سرگلولو هدف وگرځید چي د روسیې د الوتکو په واسطه له یوه ډاډمن واټن څخه شلیک کیدل. د هغه ځای والي اوله سینیهوبوف، د لږ تر لږه دریو تنو له وژل کیدو څخه خبره کړې ده.
GP/NZ/AG