روهينګيايان به ډير ژر خپل ټاټوبي ته ستانه نه سي
۱۳۹۷ دی ۴, سهشنبهتر هغه ځايه چي سترګي ليد کولای سي، له نيو، پلاستيکو او پاڼو څخه جوړ سوي بېړني ځايونه ليدل کيږي. دا په کوکس بازار کي د کتاپالونګ ستر کمپ دی.
يوازي په دغه کمپ کي۵۰۰ زره کسان چي تقريباً ټوله يي روهينګيايان دي اوسيږي. د ۲۰۱۷م کال په اګست کي له هغه وروسته چې د ميانمار پوځ د روهينگيايانو کليو ته اور واچاوه او په سونو ملکي کسان يې ووژل، مسلمان پاڅونکوونکو د پوليسو پر پوستو يرغل وکړ.
د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې په حواله، په مجموعي ډول د ۷۰۰ زره په شاوخوا کي روهينګيايان د سرحد له لاري بنګله ديش ته تښتيدلي دي. هلته د هغوی ۳۰۰ زره داسي خپلوان اوسيږي چي لسيزي مخکي لا هلته تښتيدلي دي. نوي راغلي کسان له ظلمونو، شړلو، قتلونو او جنسي تيريو په اړه خپلي کيسې کوي. ملګري ملتونه له «قومي تصفيه کيدو» څخه خبري کوي. د ميانمار حکومت تر نن ورځي له دغه ډول جنايتونو څخه انکار کړی دی.
پرته له کومي اميدوارۍ بيړني حالت
له دغه بحران څخه تقريباً۵۰۰ ورځي تيريږي. زياتره مهاجر د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر او دسمبر مياشتو ترمنځ راغلي دي. دا په دې معني چي هغوی له څه د پاسه يوه کال راهيسي په کمپونو کي ژوند کوي او هڅه کوي چي د امکان تر حده خپل ژوند سمبال کړي.
د کيير په نامه نړيواله مرستندويه ټولني کارکوونکی جينيفر بوس چي هره ورځ په کتاپالونګ کي، د ۱۱ زرو مهاجرو پالنه کوي، له دويچه ويلي سره په مرکه کي وايي :«که څه هم حالت دومره زيات کړکيچڼ نه دی، لکه د ۲۰۱۸م کال، په سر کي، خو بيا هم ډير بدلون پکښې نه دی راغلي. مهاجر اوس هم ډيرو شيانو ته اړتيا لري. بيړني مرستندويه سازمانونه هڅه کوي چي د هغوی اړتياوي لکه خوراک، سرپناه، دارو درمل او د روحي پالني امکانات ورته برابر کړي.»
د بوس په خبره دا داسي يو ترانزيتي يا مؤقتي حالت دی چي سړی نه پوهيږي، چي آيا دوی به د کوکس په بازار کي پاته سي، د بنګله ديش په دننه کي ځای پر ځای او يا هم بيرته واستول سي.
نامعلومه راتلونکې
دا ډول نامعلوم حالت کوم تصادف هم نه دی. فرانچيز واده چي په ۲۰۱۲م کال کي يي په ميانمار کي د مسلمانانو پر ضد ناآراميو په هکله يو کتاب ليکلي، وايي چي دا هر څه په سياسي اړيکو پوري تړلي دي. اول دا چي روهينګيايانو ته د ميانمار تابعيت نه ورکول کيږي، له همدې کبله هيڅ حکومت مکلف نه دی چي د هغوی غم وخوري.
له بلي خوا هغوی له داسي سيمو څخه تښتېدلي دي چي سخته بې وزلي پکښي حاکمه ده. د بنګله ديش حکومت هم هغوی په کمپونو کي ځای پر ځای کړي او هڅه کوي چي له عادي اوسيدونکو څخه ليري وساتل سي. دا ځکه چي حکومت نه غواړي هغوی په خپله ټولنه کي مدغم کړي. د واده په خبره حکومت د ډله ايز ادغام مخنيوی کوي، څو له موجودو سيمه ايزو کشمکشونو د لا زياتيدو مخه يي نيولې وي او له بلي خوا دا تجربه هم نه لري چي څرنګه وکولای سي تقريباً يو ميليون مهاجر په ټولنه کي مدغم کړي.
د هغوی بيرته ستنيدل، يوه سرسري خبره ده
هغه چاته چي حالت له نژدې معلوم دی، د هغوی د بيرته ستنيدو په اړه پر خبري اترو باندي هم جدي باور نه لري. لکه څنګه چي زياترو مهاجرو دويچه ويلي ته دا خبره تايد کړې ده: «روهينګيايان په اصل کي غواړي چي خپل ټاټوبي ته ستانه سي، خو يوازي په هغه صورت کي چي تابعيت ورکړل سي او په مقابل کي يي له عدالت څخه کار واخيستل سي.»
له بلي خوا ميانمار که څه هم د هغوی د بيرته منلو له پاره کمپونه جوړ کړي دي، خو د هغوی د ډاډمن ستنيدو په هکله يي تدابير نه دي وړاندي کړي. د واده په خبره په راخينه ايالت کي حالت دومره کړکيچڼ دی چي تر ډيره وخته به د هغوی بيرته ستنيدل ورته ناممکن وي. په ميانمار کي داسي امنيتي چارواکي او يا هم سياسي او مذهبي واکمني نه سته چي په راتلونکې کي د هغوی په مقابل کي د تشدد مخه ونيولای سي.
وروستی تمځای، بنګله ديش
د واده په نظر، ددې امکان ډير سته چي روهينګيايان به په بنګله ديش کي پاته سي. ښه به دا وای چي د بنګله ديش حکومت تر هغه وخته هغوی همداسي له ځانه سره وساتي، البته د نړيوالو مرستندويه ټولنو او ملګرو ملتو په ملاتړ، تر څو پوري چي د حل يوه سمه لار ورته پيدا سي. خو دا چي کله به داسي يو حل رامنځته سي په دې هيڅوک هم نه پوهيږي.
جينيفر بوس هم وايي چي روهينګيايان به اوږد مهاله مرستو ته اړتيا ولري او هغه هم په بنګله ديش کي. د کيير مرستنديه ټولني د ټول ۲۰۱۹م کال له پاره د مرستو د راټولو ږغ کړی دی.
بوس دې خبري ته هم اشاره کوي چي هغوی ته بايد حداقل د کوچنيو کارونو او زده کړو زمينه برابره سي، دا ځکه چي په کمپ کي د هري ورځي په تيريدو سره کوچنيان د زده کړو يوه ورځ له لاسه ورکوي.