روسیه: داعشي بندیانو د یو زندان ساتونکي برمته کړي
۱۴۰۳ خرداد ۲۷, یکشنبهرويټرز د بزا تيلګرام چينل له قوله وايي چې بندیانو د خپلې خونې د ېوې کړکۍ سيخونه مات او د ساتونکو يوې کوټې ته وردننه شوي چې لږ تر لږه د زندان دوه افسران ېې برمته کړي.
د روسيې دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی چې د دغو بندیانو له ډلې ځينې ېې پر تروریستي حملو تورن دي چې په ډله کې ېې د داعش ډلې سره تړاو لرونکي کسان هم شامل دي، هغه ډله چې د مسکو د کنسرټ پر یو هال د مارچ میاشتې خونړۍ حملې مسئولیت ېې منلی دی.
د روسيې د زندانونو فدرالي سازمان هم منلې چې په روستوف کې د یو موقت زندان دوه کارکوونکي برمته شوي دي.
خو دغه سازمان پر تیلګرام ليکي چې هلته «چارې په عادي ډول روانې دي، وضعیت په کنټرول کې دی» او له قانون څخه د حفاظت سازمانونه په سيمه کې حضور لري.
په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې زندان پر لور تللې لارې تړل شوي دي.
د انترفاکس په نوم خبري آژانس ويلي دي چې برمته کونکو له چارواکو د یوه موټر غوښتنه کړې او وايي چې لارې دې ورته پر مخ خلاصې پرېښودل شي.
(Reuters)mks/aa