روسیه: د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له پاره مرسته کوو
۱۳۹۸ مهر ۵, جمعهد پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۶ نیټه) د ریا په نامه د روسیې خبري آژانس د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې مسکو چمتو دی چي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لغوه شوو مذاکراتو د بیا را ژوندي کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ له نیږدې یوه کال راهیسې روانې دغه خبرې چې نهه پړاونه یې بشپړ شوي ول، تیره میاشت د ولسمشر ترمپ له لوري د ټویټر د یوه پیغام له لارې لغوه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي ناسته کې د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان شمالي سيمه د ترهګرو په ځالي باندې د بدلیدو خبرداری ورکړی وو.
لاوروف ویلي ول: «د افغانستان شمال ښايي د داعش په مشرتوب د نړیوالو ترهګرو سازمانو په نوي غښتلي مرکز بدل شي.»
لاوروف همدا راز په خپله وینا کې ویلي ول چې د دغو ننګونو او ګواښونو د لمنځه وړلو په برخه کې افغانستان په یقیني توګه بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.
بل لوري ته پرون د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډي په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزير د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پرمهال هم د افغانستان د موضوع په هکله خبرې کړي دي.