روسیه او ناټو د افغانستان د امنیت په اړه خبرې کوي
۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبهاعلان
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د روسیې- ناټو شورا به د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې سره غونډه وکړه.
تر دې مخکې دغه خبري اتري د اوکراین پر سر شخړي له کبله ځنډیدلې وې. د ناټو ویاندې اونا لونګیسکاو، ویلي دي چې د پنجشنبې ورځې په غونډه کې به د نورو تر څنګ د اوکراین د وضعیت او همداراز د افغانستان د امنیت په اړه خبري وشي.
هغې ویلي دي چې که څه هم د ناټو او روسیې تر منځ عملي همکاري اوس هم د اوکراین د شخړې له کبلې د «ځنډ په حالت» کې ده، خو ناټو بیا هم د دیالوګ چاینلونه پرانیستي ساتي.
تر دې مخکې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له نوي وزیر سره د تیرې جمعې په ورځ وکتل او د نورو موضوعګانو تر څنګ یې، د اوکراین د شخړې په اړه خبرې اترې وکړې.