1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روان کال اروپایي ټولنه کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې شوي

احمد ولي اڅکزی | اي پي ډي خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبه

د اروپایي اتحادیې د پناه غوښتنې ادارې EUAA مشره نینا ګریګوري، تمه لري چې د روان عيسوي کال په پای ته رسېدو سره به د اروپایي اتحادیې دننه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د تیر کال په څیر وي.

https://p.dw.com/p/4oMoW
روان کال په اروپایي ټولنه کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې شوي
روان کال په اروپایي ټولنه کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې شويانځور: Daniel Kalker/picture alliance

د اروپایي اتحادیې  د پناه غوښتنې ادارې EUAA مشره نینا ګریګوري، تمه لري چې د روان عيسوي کال په پای ته رسېدو سره به د اروپایي اتحادیې دننه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د تیر کال په څیر وي.

ګریګوري د فونکه میډیا ګروپ ورځپاڼو ته وویل، په ۲۰۲۳م کال کې د اروپایي اتحادیې او د اړوندو هیوادونو لکه ناروې او سویس په شمول نږدې يو اعشاريه يو میلیونه د پناه غوښتنې ثبت شوي دي.

د المپیک لوبو یو افغان لوبغاړي جرمني کې پناه اخستې

په ۲۰۲۴م کال کې په لومړیو لسو میاشتو کې نږدې ۸۶۰ زره د پناه غوښتنې ثبت شوي دي، چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله لږ دي. ګریګوري وویل: "د کال په پای کې به دا شمېره نږدې یو میلیون ته ورسیږي."

د پناه غوښتنې ادارې مشرې وویل چې تر ټولو مهم هدف هېواد  آلمان  دی. له هغو هيوادونو څخه چې تر نورو زيات پناه غوښتونکي راځي، سوریه ده، ورپسې  افغانستان  او ترکیه دي.

اړوند: سویډن ته اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی بیرته آلمان ته راغلی

خو دا چې راتلونکی کال به په اروپايي اتحاديه کې د پناه غوښتنو شمېر څو وي، په هکله يې ګريګوري اټکل ستونزمن بللی دی. هغې وویل: "د  مهاجرت  خوځښتونه په جیوپولیټیک پرمختګونو پورې اړه لري او دا مو په تیرو کلونو کې بیا بیا تجربه کړي دي."

د نږدې ختیځ حالت لا هم ستونزمن دی. له سوریې څخه میلیونونه مهاجر لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي. او معلومه نه ده چې په لبنان کې به حالات څنګه پرمختګ وکړي.

آلمان ته د مهاجرو د راتلو بهیر ورو شوی

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.