رسنۍ: لوړپوړي افغان ديپلومات آلمان کې پناه غوښتې
۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبهزويد دويچه ورځپاڼې د شنبې ورځې ګڼه کې د آلماني چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دغه سړي د اکتوبر مياشتې تر پايه پورې په آلمان کې د افغانستان په يوه ديپلوماتيکه نمايندګي کې کار کړی دی. د قونسل په صفت د خپلې کاري دورې په پای ته رسېدو سره هغه کابل ته البته ستون نه شو، بلکې د پوليسو په يوه مرکز کې يې پناه وغوښتله. په دې ترڅ کې هغه د آلمان د کډوالۍ او مهاجرينو په اداره کې راجيستر شوی او خپلې مرکې ته په انتظار کې دی. داسې ويل کيږي چې دغه قضيه کېدای شي د آلمان دولتي ادارې په ديپلوماتيک او سياسي لحاظ تر فشار لاندې راولي.
په تېرو څو مياشتو کې د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر، خپلو هڅو ته زور ورکړی دی چې له مخې يې رد شوي پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږل کيږي. په کابل کې د آلمان پر سفارت باندې د ۲۰۱۷ کال په پسرلي کې تر شوي بريد وروسته او د خرابې شوې امنيتي وضعې له کبله د آلمان حکومت د ۲۰۱۸ کال تر اوړي پورې پر اخراج باندې قسمي بنديز لګولی وو. يوازې مجرم او تندلاري اسلامپال کسان چې ګواښ پېښوي، بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. د جولای مياشتې راهيسې يو ځل بيا له آلمان څخه د افغانانو ويستل پيل شوي دي. د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په حواله سږ کال ۲۲۸ افغانان اخراج شوي دي.