شخړياروپا
رسنۍ: د اوکراین د یوې تسلیحاتي کمپنۍ مشر بندي سوی
۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبهاعلان
اوکرایني انلایني پورتال، «سترانا» نن یکشنبه خبر ورکړ، چي د دغه شرکت رییس، ویاچسلاو بوهوسلایف او د هغه یوه مهم منیجر د « متجاوز دولت سره د همکارۍ او کومک په شک نیول سوی دی، چي د نورو تر څنگ یې په غیر قانوني ډول سره د اوکرایني جنگي طیارو ماشینان ورته لیږل او د روسي هلیکوپترونو په ترمیم کي یې برخه درلوده».
د موتور سیچ کمپنۍ د اوکراین یوه مشهوره او مهمه تسلیحاتي کمپنۍ ده. هغه چي د اوکراین په شرقي لوی ښار، زاپروژیا کي یې مرکز دی، تر ټولو دمخه د طیارو توربینونه او ماشینان تولیدوي. په ۲۰۱۴ م کال کي د هغه د تولیداتو ډیره برخه روسیې ته صادریدله.