طالبان د نجونو د تحصيل په هکله خپل ترمنځ همنظره نه دي
۱۴۰۱ دی ۳, شنبهکابل «ډي پي اې» – د افغانستان په پوهنتونونو کي د نجونو په تحصيل کولو له بندیز لگولو وروسته د رسنیو د راپور له مخې د طالبانو حکومت د نظر له مخې وېشل شوی دی.
د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په آند باید د ښځو د پوهنتونونو په بیرته پرانستلو خبري اتري وشي.
د جمعي په ورځ د افغان خبري رسنۍ طلوع نيوز د داخله چارو په وزارت کي د دنه يادي کړل شوي سرچيني په حواله رپوټ ورکړی دی.
دغه دواړه ښايي د خبرو اترو لپاره سویلي ولایت کندهار ته د طالبانو له مشر ملا هيبت الله اخوندزاده سره د خبرو کولو له پاره سفر وکړي. دا د هغه وروسته چي پر طالبانو په کور دننه او دباندي د مېرمنو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو له کبله زياتي نيوکي وشوې.
تندلاریتوب له اسلام سره توجیه کول
د پنجشنبې په ورځ په پوهنتون کې د ښځو په تحصيل د بندیز لگيدلو په اړه، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د هېواد په دولتي تلويزیون کي له دغه بنديز څخه دفاع وکړه. هغه دغه بندیز د اسلام له قواعدو سره توجیه کړ، د بيلگي په توگه دغه سخت دريزه عمل يې د هغه ښځينه محصلينو د جامو له طرز سره وتاړه، چې گواکي اسلامي لباس اغوستلو ته پاملرنه نه کوي او يا هم له يو ولايت څخه په بل ولايت کي پوهنتون ته د ورتگ په موخه په يوازي توگه، پرته له کوم نارینه بدرگه کونکي سفر کوي.
د طالبانو قانوني نظر
د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې طالبانو په سمدستي توګه عمل وکړ.
په ټولو پوهنتونونو کې د ښځو په ورتګ بندیز ولگوو. د طالبانو واک ترلاسه کولو راهیسې د ۲۰۲۱ اګست، اسلامپالو په پراخه کچه د ښځو حقونه محدود کړي.
نجونې او ښځې په لویه کچه له عامه ژوند څخه ایستل شوي دي.
آ./ح.ح./ا.ا.