راپور: شهزاده هري وايي چې په افغانستان کي يې ۲۵ انسانان وژلي
۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعهشهزاده هري د خپل ژوند ليک په کتاب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت پرمهال یې د پوځي چورلکې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کوله.
شهزاده په ياد کتاب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د دندې پرمهال یې د پيلوټ په توګه شپږ ماموریتونه ترسره کړي دي چې د «انسان ژوند اخېستلو» لامل شوي. هغه زیاته کړې، د ندې پرمهال یې ۲۵ کسان وژلي.
د بريتانيا سکای نيوز تلويزيوني شبکې د راپور له مخي هري په افغانستان کي د پوځي ماموريتونو پرمهال د هغو خلکو د شمېر په اړه ليکلي چې ده وژلي دي: «يو له مهمو شيانو څخه چي په پوځ کي ما زده کړي هغه دا دي چې زه د خپلو اعمالو مسئول يم. پر دې اساس زما آمار: ۲۵ دي.»
هغه په خپلو ياداښتونو کې زياته کړې ده: «ما هغو ته د خلکو په توګه نه کتل، بلکې د شطرنج د دانو په څېر باید له تختې ليرې شوي وای.»
شهزاده هري ویلي دي چې دی په خپل دغه کار نه ویاړي او نه هم پرې پښېمانه دی.
رپوټ د شهزاده د کتاب په حواله زیاته کړې چې هغه د آپاچي چورلکې په سر کې د نصب شوې کامرې په مرسته خپل ماموریتونه ارزول او دا یې معلوموله چې څومره کسان یې وژلي دي.
اړوند مطالب:شهزاده هري په افغانستان کې خپله دنده پیل کړه
د ډیلي میل ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې د بریتانیا د اردو پخوانیو پوځیانو او د پارلمان ځینو غړو د شهزاده هري پر دغو څرګندونو نېوکې کړي.
د برتانیا د اردو یوه پخواني ډګروال ریچارډ کمپ ویلي دي چې دا څرګندونې د هغو خلکو سره خیانت دی چې د ده ترڅنګ جنګېدل.
شهزاده هري شاوخوا لس کاله د بریتانیا په اردو کې خدمت کړی دی.