راشد خان په «دې هندريد» تورنمنت کې تر ټولو گران واخیستل شو
۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبهد رويترز خبري آژانس په حواله، د شل اوريزو لوبو لومړی نمبر توپ اچونکی، افغان لوبغاړی راشد خان د ترينت راکيتس له خوا په تر ټولو لوړه بيه ۱۲۵ زره پونډه واخيستل شو.
دوه استراليايي لوبغاړي ستيف سميت او مچل ستارک هم د ویلش فایر له خوا هر يو په ۱۲۵ زره پونډه واخيستل شول.
له دوی څخه سميت، سکای سپورت ته وويل: «دا به ډير په زړه پوري وي چې د لومړي ځل له پاره په هندريد بال کمپ کې راڅرګند شم.» د هغه هم ټيمی لوبغاړی ديويد وارنر بيا ساوترين بریئف سره يوځای شوی دی.
په «The Hundred» تورنمنت کې له راشد خان څخه علاوه نور افغان لوبغاړي هر يو مجیب الرحمن د (سوپر چارجرس)، محمد نبي د (سپيريت) او قیس احمد د (ولش فایر) ټيمونو اخيستي دي.
د ويست انډيز اوپنر کريس ګيل او د سريلانکا تيز توپ اچونکی ملينګا هم د تر ټولو لوړې بيې ۱۲۵ زره پوند لوبغاړو په توګه په لومړني لیست کې راغلي ول، خو يو يې هم بریالی نه شو چې ټيم پيدا کړي.
«دې هندريد» ټورنمنت لوبې د ۲۰۲۰م کال په جولای مياشت کې په انګلستان او والس کې ترسره کيږي. په دغه تورنمنت کې ۸ ټيمونه لوبې کوي.