راشد خان سن رایزرز لوبډله بریا ته ورسوله
۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبهد لوبې پچه یا ټاس ممبيي انډین وګټو او سن رایزرز لوبډلې ته یې د توپ وهنې وړاندیز وکړ. سن رایزرز لوبډلې لوبه په ښه بڼه پیل نه کړه، داسې چې په ۸ اورونو کې یې د ۸۵ منډو په ترسره کولو خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي ول.
محمد نبي ته چې د دې لوبو په لړۍ کې په اول وار ونډه ورکړل شوې وه، د تمې خلاف ښه پیل وکړ خو د ممبيي انډین د غوره توپ اچونکو پر وړاندي نوموړی هم ډیر پر میدان پاته نه شو. محمد نبي په لسو توپونو د دوو څلوریزو په وهلو سره ۱۴ منډې وکړې. تر نبي وروسته، راشد خان د لوبې میدان ته کوز شو، خو هغه هم د سن رایزرز لوبډلې د نورو لوبغاړو په څیر په میدان کې ډیر دوام و نه کړ او په ۹ توپونو یې شپږ منډې وکړې او وسوځید.
د سن رایزرز لوبډلې نور لوبغاړي هم یو په بل پسې سوځیدل او په دې توګه یې ټول لوبغاړي په ۱۸ اورونو او ۴ بالونو له لاسه ورکړل او د هندوستان په پریمیر لیګ سیالیو کې یې دا تر ټولو دوهمې کمې منډې وې.
راشد د ممبي انډین ملا ماته کړه
د ممبيي انډین د توپ وهنې برخه هم د تمې خلاف کمزورې وه او خپل لوبغاړي یې یو په بل پسې له لاسه ورکول داسې چې د ممبيي انډین ټوله لوبډله د ۸۷ منډو په ترسره کولو وسوځیده او د سن رایزرز لوبډلې د غوره توپ اچونې پر وړاندې پر ګونډو شوه.
راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول او د لوبې په ورستیو کې یې په غوره توپ اچونې سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله. راشد خان د پانډیا او پولارډ مهمې ویکټې ترلاسه کړې.
نبي هم په دې لوبه کې توپ اچونه وکړه او په درې اورونو کې یې د ۲۳ منډو په ورکولو سره د ایشان کیشان مهمه ویکټ ترلاسه کړه. د دې لوبې غوره لوبغاړی د خپلې ښې توپ اچونې له کبله راشد خان وټاکل شو.