راشد خان خپله ۲۰مه کلیزه په بل سبک ولمانځله
۱۳۹۷ شهریور ۳۰, جمعهافغانستان د پنجشنبې په ورځ په اسیا کپ سیالیو کې د بنګله دیش پر وړاندې خپله لوبه په ۱۳۶ منډو وګټله. که څه هم په دې بریا کې د افغان لوبډلې ډیرو لوبغاړو لاس لاره، خو د راشد خان ونډه بیا تر نورو ډیره وه. هغه په ډیر سخت وخت کې له ګلبدین نایب سره ښه ملګرتیا وکړه او په ۳۲ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې او د افغانستان منډې یې ۲۵۵ ته ورسولې. راشد خان اته څلوریزې او یو شپږیزه ووهله.
کله چې د افغانستان د توپ اچوونې نوبت راورسید نو راشد خان په نهو اورونو کې د یوازې ۱۳ منډو په ورکولو سره د بنګله دیش دوه لوبغاړي وسوځول. یو بل لوبغاړی بیا راشد خان «رن اووټ» هم کړ.
راشد د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې تر اخیستلو وروسته وویل: «دا زما له پاره یوه خاصه ورځ وه. زه له خپلې لوبې ډیر خوښ یم. تر ټولو ښه خبره خو دا ده چې ما په توپوهنه، توپ اچوونه او ډګر ساتنې کې ښه ونډه لرله.»
راشد خان ۱۷ کلن وو چې په ۲۰۱۵ کال یې نړیوالې لوبې پیل کړې. له هغه وخت راهیسې دغه ځوان لوبغاړي د کریکټ په یوه ستورې بدل شوی دی. هغه د کریکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.
افغانستان تر اوسه پورې په اسیا جام کې خپلې دواړه لوبې ګټلې دي او دویم پړاو ته وتلی دی. افغان لوبډله به د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر ۲۱مه) له پاکستان سره ولوبیږي او تر هغه وروسته به له بنګله دیش او هندوستان سره هم سیالۍ وکړي.
زموږ له آرشیف څخه: