دوی هم ميندي دي او هم د فوټبال ملي لوبغاړي
په دې انځوريز راپور کي هغه فوټبالراني در پيژنو چې د خپل مسلکي فوټبال ترڅنګ ميندي هم دی. دوی اوس هم په نړيوالو سيالو کي برخه اخلي. هغوی هم سياليو هم او خپلو اولادونو ته رسيدګي کوي.
جرمني: ۲۹ کلنه میلاني لیوپولڅ
آلمانۍ فوتبالره میلاني لیوپولڅ دریمي نړیوالي اتلولۍ ته له خپل نهه میاشتني زوی سره ځي. هغه وایی چی طبعاً دا زما له پاره یو چيلينج او سخت کار دی. خو ښه خبره دا ده چي دواړو کارونو ته یو له بل سره ارتباط ورکوم. زه پوه وم چي د کوچني پیدا کول ستونزمن کار وو، خو بیا هم خوشحاله یم چي ملاتړ راسره دی.
امریکا متحده ایالات: ۳۴ کلنه الکس مارگن
الکس مارگن د ښځو فوټبال یوه پيژندل سوې لوبغاړې ده: هغې د نړیوالي اتلولۍ دوه لقبونه او په المپيک لوبو کي د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی. په ۲۰۲۲م کال کي یې خپل لومړنۍ کوچنۍ پیدا کړ. د هغې په خبره زما له پاره د فوټبال د لوبې تر ټولو خوندوره لحظه هغه وخت ده چي تر لوبې وروسته خپل ماشوم ووینم. هغه زما سپورتي ژوند ته مثبت بدلون ورکړی دی.
امریکا متحده ایالات: ۳۱ کلنه ژولي یرتڅ
ژولي یرتڅ له الکس مارگین سره یو ځای په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کي د نړیوالي اتلولۍ لقب وگاټه. د ۲۰۲۲م کال په اگست کي یې زوی وزېږېد. د هغه تر زیږیدو څه ناڅه یو کال وروسته یې بیرته فوټبال پیل کړ. د هغې په خبره یو گام شاته او نوي لید لوري ماته یوه نوې انگیزه راکړې ده.
امریکا متحده ایالات: ۳۱ کلنه کریستل دون
کریستل دون د ښځو فوټبال په لوبو کي ډېره ښه ځلیدلې ده. هغې په ۲۰۱۹م کال کي نړیوال لقب ترلاسه کړ. د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کي یې د مارسل جین په نوم زوی نړۍ ته راغی او تر ولادت ۱۴ میاشتي وروسته بیرته نړیوالي اتلولۍ ته ستنه سوه. هغه لا د ۷ میاشتو میندواره وه چي په خپل کلب، پوتلند تورنس کي یې تمرین کاوه. دون وايي چي فوټبال ته بیرته راستنیدل ورته بیرته نوې انرژي او هڅونه ورکړې ده.
فرانسه: ۳۰ کلنه امیل ماجري
امیل ماجري د فرانسې په ملي لوبډله کي لومړنۍ مور ده. ترینر هیروي رینارد دا مني چي د فرانسې د ورزش په نړۍ کي ډېري لږ میندي لیدل کیږي. د نوموړي په خبره د ښځینه ورزشکارانو د امید وارۍ موضوع ورته ډېره مهمه ده او په دې هکله تل خبري اتري کوو چي په څه ډول کیدای سي هر څه ښه پر مخ ولاړ سي.
جمایکا: ۲۵ کلنه کونیا پلومر
کونیا پلومر چي د جمایکا له پاره د ښځو نړیوالې اتلولۍ ته روانه ده وايي: «زما په فکر په ټوله نړۍ په تیره بیا په جمایکا کي د ځوانو ښځو له پاره دا مهمه ده چي د کورنۍ پر جوړولو سربیره د ورزش نړۍ ته بیرته ستنه او خپل کارته ادامه ورکړي.» نوموړې د »ریگا گیرلڅ« د ټیم کپتانه وه. او اوس یې د فوتبال ترڅنگ د زوی په زیږولو سره یو بل مسوولیت هم ورپه غاړه دی.
جمایکا: ۲۹ کلنه چینا ماتیووس
کله چي جمایکا په ۲۰۱۹م کال کي د لومړي ځل له پاره په نړیولو اتلولیو کي برخه واخیسته، چینا ماتیووس لا د دوو زامنو مور وه. په ۲۰۲۲م کال کي یې دریم زوی نړۍ ته راغی. د فوټبال نړیوال فدراسیون هغې ته د جمایکا د »قهرمانی مور« لقب ورکړ. هغه غواړي اوس خپل ټیم ته نوره هم وده ورکړي.
ارجنټاین: ۳۹ کلنه وانینا کوریا
وانینا کوریا به په خپله څلورمه نړیواله اتلولۍ کي د ارجنټاین د ملي ټیم د کپتاني په توگه برخه واخلي. په فرانسه کي تر خپلي وروستۍ لوبي مخکي یې د لونا او رومیو په نوم غبرگوني اولادونه وزیږول او په دې ډول په خپل ټیم کي لومړنۍ مور سوه. په ارجنټاین کي د ښځو فوتبال تر نارینه وو فوټبال کوچنی دی، له همدې کبله کوریا د سپورت ترڅنگ په یوه سوپر مارکیټ کي هم کار کوي.