دغه شپه به فرانسه او نړۍ بدله کړي
تر اوسه لا ډېر جزيات څرګند نه دي. خو معلومه ده چې څه د پاسه ۱۰۰ انسانان د فرانسې په پلازمېنه کې د ۱۳ نومبر د ترهګرو بريدونو قربانيان دي. دا د هغې شپې انځورونه دي چې ښايي پاريس او نړۍ به بدله کړي.
لومړني راپورونه
د آلمان او فرانسې تر منځ د فوټبال دوستانه لوبه لا روانه وه چې د سرټکو په صفت لومړني بېړني راپورونه د تلويزيون پر پردو باندې راغلل.
انسانان په وېره کې
دغو راپورونو د پاريس په اوسېدونکو کې وېره او ترهه راوټوکوله. پر ولس باندې غږ وشو چې له خپلو کورونو او اپارتمانونو دې نه وزي.
د کنسرت تالار د يرغمل نيونې پر صحنې بدل شو
د باتاکلان په نوم په تالار کې پوليسو د سهار يوې بجې په شاوخوا کې يرغمل نيونه پای ته ورسوله. هلته د «هېوي مېتل» موسيقۍ کنسرت روان و.
ولسمشر ټکان وخوړ
ولسمشر اولاند د تلويزيون له لارې د فرانسې ولس ته خطاب وکړ. هغه د فوټبال لوبې په نيمايي تفريح کې لوبغالی پرې ايښی و. د SID په نوم خبري اژانس راپور ورکړ چې اولاند «خوندي ځای ته رسول شوی و.»
په لوبغالي کې لوبغاړو او مينه والو شتون درلود
په دې ترڅ کې د فوټبال مينه والو او د آلمان او فرانسې د ملي ټيمونو لوبغاړو اجازه نه درلوده چې له لوبغالي څخه ووزي. په لوبغالي کې دننه ترينګلې فضا خپره وه.
احتمالا پنځه بريدکوونکي، ټول ووژل شول
په شپه کې راوتلو راپورونو له پنځو بريدکوونکو څخه خبرې کولې. د لويې څارنوالۍ په حواله ويل کيږي چې ټول ووژل شول. کېدای شي چې نور بريدګر په تېښته بريالي شوي وي.
د ژوندي پاتې شوو وېره
د مړو شمېر به ښايي لا لوړ شي. د شپې له خوا له ۱۲۰ وژل شوو کسانو څخه خبرې کېدلې. ژوندي پاتې شوي سخت وډارېدل.
امنيتي تدابیر سخت شول
په ټوله نړۍ کې امنيتي تدابير کلک شول، په انځور کې په نيو يارک ښار کې د فرانسې قونسلګيري ليدل کيږي.
په ټوله نړۍ کې خواخوږي
په نيو يارک ښار کې د «وان ورلد» سوداګريز مرکز خپل انتن د فرانسې په ملي رنګونو روښانه کړی دی. د نيو يارک آيالت ګورنر، اندرېو کومو وويل چې «موږ د فرانسې ولس سره په خواخوږۍ کې ځانونه شريک بولو.»