دغه حيرانونکی ريسټورانټ ولي په ورځ کي صرف يو مېلمه پالي؟
د سویډن له پلازمېنې ستاکهلم څخه ۳۵۰ کیلومتره لیري یوې ځوانې جوړې د «ټیبل فار ون» په نوم یو جالب رسټورانټ پرانیستی دی. دا ریسټورانټ د کور ترڅنګ په یو شین میدان کې واقع دی.
له ویټر یا ګارسون پرته میلمه ته د خوړو رسول
له پخلنځي څخه ۱۵۰ فټه لیري یو میز او یوه چوکۍ ایښودل شوې دي. په دې ځان کې د انسانانو له تماس پرته میلمنو یا مشتریانو ته خواړه رسول کیږي. تیار کړای شوي خواړه د یوې غځول شوي رسۍ یا پړي په وسیله د ډوډۍ میز ته رسول کیږي. میلمانه په طبیعي چاپیریال کې له خوړو څخه خوند اخلي.
دا په زړه پورې مفکوره له کومه شوه؟
راسمس او لنډا د مسلک له پلوه شپانه دي. د دوی په ذهن کې دا مفکوره هغه وخت راغله کله چې د کووید-۱۹ د وبا په دوران کې د لنډا مور پلار چې عمرونه یي تر ۷۰ پورته دي د دوی نوي کور ته راغلل. د ټولنیز واټن په مراعاتولو سره دوی د خپل کور تر څنګ بڼ کې پر یو میز دسترخوان وغوړاوه او د زړول شوي پړي یا رسۍ په وسیله یي هغو ته خواړه ورسول.
په مینیو کې کوم خواړه شامل دي؟
په دې رسټورانټ کې تر ټولو د مخه د میلمه هرکلی او خدمت د مشروبانو په وړاندې کولو سره کیږي. بیا اصلي خواړه او په پای کې ورته خواږه ، لکه د افغانستان په ځینو رسټورانټونو کې چې فیرني وړاندې کیږي.
د سویډني خوړه خوند
د انګورو له جوس یا اوبو او سوډا واټر څخه جوړ مشروب، د سویډن د هیزلنټ په طرز جوړ شوي کُچ، سویټ کارن یا خوږو دانو او زیړو ګازو له ترکیب څخه جوړ اصلي خواړه او د بلوبیري، شیدو او کُچو څخه جوړ آسکریم ډوله خواږه د دې رسټورانټ په مینیو کې شامل دي.
میلمه ته بل نه وړاندې کیږي، البته میلمه باید لا پخوا بوکنګ یا ځان راجستر کړي وي
دلته میلمه ته بل نه وړاندې کیږي بلکې دا پریکړه هغه ته پریښودل کیږي چې هغه د دې په زړه پورې تجربې له پاره څه قیمت ادا کول غواړي. د نوم مطابق «ټیبل فار ون» په یوه ورځ کې یوازې د یوه میلمه له پاره خواړه برابروي. له همدې امله باید مخکې له مخکې بوکنګ شوی وي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې د راتلونکو دوو میاشتو له پاره دغه میز مخکې له مخکي ریزرف شوی وي.
ټولنیز واټن مراعاتولو ته تشویقول
د ټولنیز واټن مراعاتولو اهمیت ته د خلکو پام را اړونې په موخه جوړ شوی دغه رسټورانټ اوس یوازې د اګست میاشت پورې پرانیستل شوی دی. ممکن دا تر اګست وروسته هم په خپل حال پاتې شي او یا هم په بل شکل خپل خدمات وړاندې کړي.