درې ښځې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شوې
۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعهد جمعې د ورځې په سهار د منځنی اروپا په وخت د سهار په یولس بجو د نوبل د کمیتې مشر، توربان یورګلند، د خپلی کمیتی د پنځه کسه ایز پلاوی د تصمیم اعلان وکړ. هغه وویل چې د 2011 کال د نوبل د سولې جایزه به د الن جانسن سیرلیف، لیمه ګبووی او د توکل کارمن تر منځ کې په مساوي توګه وویشل شي. د هغه په وینا دغو کسانو د ښځو د حقوقو د خوندي ساتنې او د سولې په جوړښت کې د ښځو د مساوي برخې اخیستو لپاره مبارزه کړې.
د نوبل د جایزې کمیتې له خپلی دغی پریکړی سره په افریقا او عربی نړۍ کې د دیموکراسي په غورځنګ کې د ښځو پر نقش باندی ټینګار وکړ.
د نوموړې کمیتې له دې تصمیم څخه د یمن او لایبریا په شمول د نړۍ په نورو هیوادونو کې ستر هرکلی شوی دی او ویل شوي دي چې له دې تصمیم سره د نوبل کمیتې په نړی کی د ښځو روان وضعیت ته پام واړاوه.
د آلمان صدراعظمې، انګلا مرکل، چې په نړۍ کې تر ټولو پیاوړې ښځه ګنله کیږې د نوبل د کمیتی له پریکړې څخه د یو «هوښیار تصمیم» په نامه ستاینه وکړه. د میرکل ویاند ستیفن زایبرت چې د نوبل کمیتې له خپل دې اعلان سره ټولې نړۍ ته یو پیغام واستاوه. د ستیفن زایبرت په وینا دا هغه یو پیغام دی چې د آلمان فدرالي حکومت په بشپړه توګه ترې هرکلی کوي. د میرکل ویاند زیاته کړه چې میرمن میرکل شخصا ډیره خوشحاله شوه او د دې بیښې په اړه یې وویل:
«په نړۍ کې ډیرې زړه ورې ښځې شته چې د خپلو حقوقو او آزادۍ لپاره یې سر را پورته کړی دی.»
د جایزې ګټونکې د لایبریا ولسمشر، الن جانسن سیرزلیف، 72 کاله عمر لري او په دغه هیواد کې د بشري حقونو مبارزه، لیمه ګبووی چی 39 کاله عمری د ښځو د حقونو د خوندي ساتنې لپاره له کلونو را په دې خوا فعالیت کوي.
دغه راز د جایزې بله ګټونکې توکل کارمن په یمن کې پرته له زور زیاتیو څخه د ښځو د حقونو د لاس ته راوړنی لپاره مبارزه کړې ده. هغه په عربی نړۍ کې لومړۍ ښځه ده چې د نوبل د سولې په جایزی ویاړنه کیږی.
اژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش