داوړ: د پاکستاني چارواکو خبره سمه نه ده
۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبههغه له يوه نامعلوم ځای څخه په تليفوني خبرو کې د چهارشبنې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می۲۹مه) د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د پاکستاني چارواکو هغه خبره ناسمه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنگ پلويانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی دی.
هغه وويل: «موږ د پوځ پر هیڅ پوسته بريد نه دی کړی، بلکې بريد پر موږ شوی دی.» هغه زياته کړه: «دولت او ادارې یې پر موږ زور کاروي او زه به د دې روززياتي پر ضد که د هر فورم له لارې وي، خپل غږ پورته کوم.«
داوړ د پوځ د مخکنيو رپوټونو په ردولو سره چې ويلي ول له عسکرو سره په اخ و ډب کې د غورځنگ يوازې درې غړي وژل شوي دي، د لږ تر لږه ۱۳کسانو د وژل کيدو خبره وکړه.
د بخښنې نړيوال سازمان هم د غورځنگ د غړيو او پوځ ترمنځ د دې پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده.
له بلي خوا بيا يوې امريکا مېشتې حقوقي ډلې پر پاکستان د هغه ژورناليست د آزادولو غږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د مظاهرو پرمهال يې راپورټ جوړاوه. هغه د غورځنگ له يوه مشر محسن داوړ سره تر مرکې وروسته نيول شوی دی.
د خيبر نيوز خصوصي تلویزيوني چينل خبريال گوهر وزير د دوشنبې په ورځ په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د مظاهرو په اړه تر رپوټ ورکولو سملاسي وروسته نيول شوی دی. دا څرگندونې د گوهر وزير همکار ارشد خان وکړې.
د ژورناليستانو د ساتني امريکا ميشتې کميټې (سي پي جی) د سه شنبې په ورځ ناوخته د يوې اعلاميې په خپرولو سره د گوهر وزير د «سملاسي او بې شرطه» آزادولو غوښتنه کړې ده.
د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مي ۲۷مه) د پښتون ژغورنې غورځنگ په زرونو پلويانو تر هغه وروسته په مظاهرو لاس پوري کړ چې د دوی په حواله پاکستاني عسکرو د يکشنبې په ورځ د غورځنگ پر غړيو ډزې کړې وې او څلور کسان یې وژلي دي.
پوځ ويلي ول چې د پښتون ژغورنې غورځنگ فعالانو پر يوه پوسته بريد کړی وو خو پر ټولنیزو رسنيو د يکشنبې د ورځې د مظاهرو په ويديوگانو کې سړی ليدلی شي چې له مظاهره کوونکو سره هيڅ ډول وسله نه وه.
د ژورناليستانو د ساتنې کميټې د آسيا د برخې همغږي کوونکي ستيون بټلر وويل: «گوهر وزير يوازې له دې امله چې د خبر ورکولو خپله دنده یې پر مخ وړله بايد نه وای نيول شوی، آن د پښتون ژغورنې غورځنگ د مظاهرو په شان لانجمن احتجاج پر وخت هم نه.«
گوهر وزير د پښتون ژغورنې غورځنگ له يوه مشر محسن داوړ سره چې د پارلمان غړی هم دی، تر مرکې وروسته ونيول شو. د هغه ترڅنگ د غورځنگ يو شمير غړي او يو مخکښ مشر علي وزير هم نيول شوی دی.
b.s/n.z (ap, afp)