داعش په کابل کې د برید پړه منلې ده
۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبهداعش د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپټمبر ۳) د هغه ځانمرګي برید مسئولیت پر غاړه واخیست، چې یوه ورځ مخکې یعنې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د شپږو کسانو د مړينې او ۱۳ نورو د ټپي کیدو سبب شوی وو. دغې ډلې ادعا کړې ده چې د طالبانو د حکومت څارنوالي یې په نخښه کړې ده.
د دغې ډلې رسنیزې څانګې «اعماق» ویلي دي چې «ځانمرګي بریدګر تر هغې پورې انتظار وکړ چې د څارنوالۍ کارمندان رخصت شول» او بیا یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانته چاودنه ورکړه.
په کابل د طالبانو د پوليسو ویاند خالد ځدران ويلي دي چې د دغه ښار په سویل قلعه بختیار سیمه کې ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته انفجار وکړ. د پولیسو په حواله د پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
ځدران په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «ټپيان پر خپل وخت روغتون ته لیږدول شوي او څېړنې روانې دي.» زدران زیاته کړې ده چې په وژل شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده. تر اوسه پورې د دې برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا د طالبانو واک ته له رسیدلو وروسته په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو په شمیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی، خو سره له دې هم وخت ناوخته بریدونه کیږي.
واک ته له رسیدو وروسته طالبانو ژمنه کړې وه چې د امنیت ټینګښت ته به د خپلو کارونو په لومړيتوب کې ځای ورکوي.
د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګره ډله اوس هم په دغه هیواد کې فعاله ده او په وار وار یې د دا ډول بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. خو د چارواکو له خوا د دا ډول بریدونو تائید یا خو ډیر کم کیږي او یا هم پکې ځنډ لیدل کیږي.
د داعش په نوم ترهګرې ډلې پخوا هم په دغه هیواد کې په ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو او شعیه میشته سیمو کې بریدونه کړي دي.
آژانسونه: ش.ن/ن.ز