داعش په لیبیا کې تر فشار لاندې ده
۱۳۹۵ خرداد ۲۰, پنجشنبهد طرابلس د نوي مشرتابه د معلوماتو له مخې د لېبیا د ملي یووالي حکومت ځواکونو په سرت کې چې د داعش پوځ سنگر گڼل کیږي، پرمختگ کړی دی. د ملي یووالي د حکومت یوه پوځي ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د حکومت متحدې ملېشې د ښار ځینو ناحیو ته ننوتي دي.
سرت د داعش د لېبیا د څانگې مرکز گڼل کیږي. د الوسط په نوم انټرنیټي پاڼې د پوځ له قوله د سختو نښتو رپوټ ورکړی دی. د اوونۍ په پېل کې لا طرابلس اعلان کړی وو چې پوځي قطعات د دغه ساحلي ښار څخه یوازې څو کیلومتره وړاندې دي.
په زرونو تندلاري
دیپلوماتان داسې اټکل کوي چې په سرت او چار چاپیره سیمه کې ښایي په زرونو تندلارې وي. د داعش د لېبیا څانگه د تندلارو جهادیانو تر ټولو پیاوړی بهرنۍ سنگر او د عراق او سوریې څخه د ورغلو جهادیانو د راټولیدو ټاټوبی انگیرل کیږي.
په لېبیا کې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب رامنځ ته شوی د ملي یووالي حکومت باید په دغه هیواد کې د دوو سیالو پارلمانونو ځای ناستی شي.