داعش د کابل په لوېديځ کې د چاودنې مسئوليت منلی دی
۱۴۰۲ آبان ۱۶, سهشنبهد کابل په لوېديځ کې د يوې چاودنې په نتیجه کې ۷ ملکیان وژل شوي دي. د طالبانو د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ ويلي دي چې د کابل په دشت برچي سيمه کې يو ميني بس د دې چاودنې هدف ګرځيدلی دی.
د داعش ډلې د ټولنیزو رسنیو څانګې د خپل ټيليګرام کانال له لارې د کابل د دغه بريد پړه منلې ده.
په کابل کې د طالبانو د پوليسو ویاند خالد ځدراڼ، د ايکس پاڼې له لارې ویلي دي: «د کابل په دشت برچي سيمه کې په يوه مسافر وړونکي ميني بس کې چاودنه رامنځته شوې چې له بده مرغه پکې ۷ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.»
په اکتوبر مياشت کې هم په همدې سيمه کې د سپورت په يوه کلب کې خونړۍ چاودنه شوې وه. د دې پېښې پړه هم داعش منلې وه.
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې په افغانستان کې دا ډول چاودنې او ځانمرګي بريدونه په څرګند ډول لږ شوي دي. خو بيا هم د داعش ډله په دغه هېواد کې فعاله ده او وخت پر وخت د دې ډول بريدونو مسئوليت پر غاړه اخلي.
ب. ص/ ن. ز (dpa)