داعش د کابل د پروني برید مسئولیت منلی دی
۱۴۰۲ دی ۱۷, یکشنبهد داعش ډلې خراسان څانګې په نامه د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سیمه ایزې څانګې د انلاین خدماتو په تلګرام شبکه کې ویلي دي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې، چيرې چې اکثریت اوسیدونکي یي د هزاره لږکۍ پورې اړوند شعیه مذهبه مسلمانان دي، د شنبې ورځې (د جنورۍ میاشتې ۶ نیټه) چاودنه د دوی جهادیانو ترسره کړې ده.
د طالبانو حکومت د پولیسو د یوه ویاند په وینا په یوه بس کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. زیاته شوې ده چې ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي او پولیسو پلټنې پیل کړي دي.
د کابل په دشت برچي سیمه کې په تیرو میاشتو کې هم ډیر شمیر بریدونه شوي دي. د تیر ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې په یوه بس کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي وو.
که څه هم د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو یو وار بیا واک ته رسیدو راهیسې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی دی، خو افراطي اسلامپاله جهادي ډلې داعش یا اسلامي دولت ډله (IS) ته اوس هم د یوه خطر په سترګه کتل کیږي.
د «اسلامي دولت» ډلې د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د هغو غبرګو خونړیو بمي بریدونو مسئولیت هم منلی دی چې د چهارشنبې په ورځ په کې لږ تر لږه ۸۹ انسانان وژل شوي وو.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح