د ۲۱ پيړۍ له پاره د اقليم ساتني کورونه
تر اوسه پورې د اوسیدنې کورونه تر ټولو زيات د فوسیل په انرژۍ سره توديدل. خو اوس به اکثره کورونه پر بام باندي له لگېدلي د ستگا څخه چې د لمر له وړانگو توددوخه اخلي بريښنا توليدوي.
په آلمان کې د کورونو بېلگه
د هستوګنې کورونه داسي جوړ سوي دي چي په لوړ کیفیت سره د لمر انرژې اخلي. په کور کې لازمه تر لاسه شوی تودوخه تازه هوا مصرفوي او اضافه هوا په چت کې لګيددلي دستګاه ته د بريښنا د توليد له پاره بیرته ورکوي. د آلمان د فرايبورګ په دغه ښارګوټي کي له ۲۰۰۰م کال راهيسې د ټولي نړۍ معماران راټول شوي دي.
ډيره هوساينه او ټيټ لګښتونه
خونې روښانه دي،د هوا کيفيت ښه دی او تودوخه دوامداره ده. که څه هم د دغه کور پر جوړولو لږ زيات مصرف راځي خو د کور تودولو له پاره انرژۍ لګښت سپمول کيږې. او له نورو کورونو سره بيا د پرتلنې له مخې ارزانه دي.
هوټلونه هم د لمر له انرژۍ څخه کار اخلي
د الپن هوټلونو ودانۍ هم اوس د دغه کورونو په څير جوړيږي او خپلې پيسې سپموي. د Passivhäuser يانې هغه کورونه چې د لمر په وړانګو تودیږې او هم بیرته اضافه هوا د تودولو دستګاه ته ورکوي په ژمي کي مرکز گرمي د اضافه تودولو له پاره نه کاروي.
حتي په ژمې کې هم کار کوي
Passivhäuser له پخوانيو کورونو سره د پرتلنې له مخې پنځه سلنه انرژۍ ته اړتيا لري او پخواني سیستم کورونه لس سلنه. دغه نوي کورونه په خاصو تودونکو توکو سره پوښ ودان شوی دي. د کړکيو ښيښې يو پر بل څلور څلور دي.
د کرايه ورکونکو له پاره لږ لګښت
دا په فلادلفيا کې د صفر انرژۍ د کورونو يو بلاک دی. د دې کورونو کرايه هم ارزانه وي. دا به د بيوزلو کرایه ورکوونکو له پاره ډېر گټمن وي.
آلمان او اتریش مخکښان دي
په نړۍ کې د دغه شان ودانيو لومړۍ لوړه ودانۍ په ویانا کې وه. په آلمان او اتريش کې هم ورته کار کيږې چې د سپمونې او اقلیم ساتنې له پلوه ودانۍ جوړې شي. په ټوله نړۍ کې دغه شان ۵۰ زره ودانۍ شته چې تر نیمايي زياتي يې په آلمان او اتریش کې دي.
رغول هم د پام وړ دي
دغه هسکه ودانۍ چې په ۱۹۶۸م کې د آلمان په فرايبورګ کي ودانه شوی، په ۲۰۱۱م کې بیا رغول شوي. دا په نړۍ کې لومړۍ داسي ودانۍ ده چې له خپلي هوا څخه گرميږي او مرکزگرمي نه لري.
نړيواله علاقه
دغه مهندس خپلو همکارانو ته واضح کوي چې په فرانکفورت کی زاړه کورونه نوي کړي.
چين غواړي د انرژۍ تقاضا کمه کړي
دغه د لمر انرژۍ څخه د ګټي اخيستنې له مخې ودانه شوې د هستوګنې ودانې، په چين کې لومړنې بلاک دی چې په ۲۰۱۴م کال کي جوړ شوی دی.
ستر بلاکونه
د آلمان په هايدلبیرگ کي د لمر د انرژۍ کورونو ستر بلاکونه جوړ شوي دي. لومړني اوسیدونکي په ۲۰۱۲م کي ورته کډه شوي او تر ۲۰۲۲م کال پورې به د اورګاډې تم ځاي ودانول ورته پاي ته ورسیږي.
د اروپا له پاره مودل
په برلين کې د حکومت له پاره يوه دغه شان ودانۍ جوړه شوې ده. دا ډول کورونه اوس د راتلوکي له پاره يوه بیلګه ده.