د ۲۰۲۴ کال د اولمپیک سیالیو کاندیدان
د ۲۰۲۴ کال د اولمپیک د دوبي سیالیو له پاره د کاندیداتورۍ نیټه د سه شنبې په ورځ پای ته ورسیده. په دغه رقابت کې د هامبورگ ښار د آلمان استازیتوب کوي. دغه ښار له اروپا او امریکا سره سخته سیالي په مخ کې لري.
«دا بې ساری چانس دی» له دې شعار سره د هامبورگ ښار د خپلو وگړو تر منځ د ۲۰۲۴م کال د المپیک د سیالیو د رقابت له پاره کمپاین کوي.د روان میلادي کال د نومبر د میاشتې په ۲۹ نیټه په هامبورگ او کیل کې یوه ټولپوښتنه یا ریفرنډم کیږي چې وولیدل شي چې آیا ټول وگړي یې غواړي چې د ۲۰۲۴م کال د المپیک سیالیو برخه وگرځي.
هامبورگ یوازې د وگړو تر منځ کمپاین نه کوي، بلکې غواړي د المپیک نړیوالې کمیټې ته د لوبغالو تر منځ د لنډې فاصلې طرحه وړاندې کړي. له ۲۲ لوبغالو څخه به گټه واخیستل شي، نهه به په مؤقتي توگه او پنځه باید نوې جوړي شي چې په هغې کې په بندري سیمه کې د المپیک سټډیوم هم شامل دی.
د پاریس شعار ساده دی او هغه داسې چې «زه لوبې غواړم». سل کاله تر مخه دغه ښار د اولمپیک د دوبي سیالیو کوربه وو. ستاد دو فرانس، د اولمپیک سیالو یو ممکنه سټیډیوم گرځیدای شي.
پاریس د ۲۰۲۴م کال د اولمپیک - نسل معرفي کړ. په ۱۹۹۲، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲م کال کې د سیالیو د کوربه توب د تر لاسه کولو درې سره هڅې یې ناکامه شوي دي. خو دا ځل ډیر کسان دا اټکل کوي چې ښایي دغه ښار د سیالیو کوربه توب تر لاسه کړي. د پاریس درې پر څلورمه برخه اوسیدونکي او نور فرانسویان د سږنې کاندیداتورۍ څخه ملاتړ کوي.
د روم ښاروال ایگناڅیو مارینو، وایي: «موږ څه باندې ۳۰۰۰ کلن بې ساری ځلاند تاریخ لرو.» او په وینا یې ټول شرایط پوره کوي. د ۲۰۲۰م کال د اولمپیک سیالو ته د ایترنال، ښار کاندید وو خو د پیسو د کمښت له کبله یې بیرته خپله کاندیداتوري واخیسته.
روم لا تر مخه له ۱۹۶۰م کال راهیسې د اولمپیک د سیالیو سټیډیوم لري. د فوټبال د لومړني لیگ لاڅیو او اې اس روم، په دغه لوبغالې کې سیالۍ تر سره کوي. ښایي ځیني سیالۍ د فلورینڅ، نیاپل او زردینین ښارونو ته هم وغځول شي.
لاس انحېلس غواړي چې د لندن په څیر د دریم ځل له پاره د اولمپیک سیالیو کوربه توب پر غاړه واخلي. د امریکا متحدو ایالاتو دغه مشهور غار په ۱۹۳۲ او ۱۹۸۴م کلونو کې د اولمپیک سیالیو کوربه وو.
د کلفورنیا ښار په اصل کې د متحدو ایالاتو له پاره دوهم انتخاب وو. د بوسټن ښار هم په سیالۍ کې شامل وو، خو د دغه ښار اوسیدونکو د هغې د کانداتورۍ پر ضد رایې ورکړه. خو په لاس انجېلس کې د کاندیداتورۍ څخه ملاتړ شته.
د هنگري پلازمینه بودا پېست د لومړي ځل له پاره د اولمپیک سیالیو کوربه توب ته ځان کاندیدوي. خو دغه ښار دوه وارې د اروپایي سیالیو د ورزشي لوبو کوربه پاتې شوی دی. د بودا پېست لاسلو پاپ لومړنی سوک وهونکی دی چې په ۱۹۴۸، ۱۹۵۲ او ۱۹۵۶ کلونو کې یې د اولمپیک په درو سیالیو کې په پر له پسې توگه د سرو زرو مډال وگاټه.
د هنگري د اولمپیک د ملي کمېټې مشر وایي: «موږ غواړو چې پر لوبو د شتمنو هیوادونو انحصار مات کړو.» دا هغه څه دي چې د اولمپیک د نړیوالې کمیټې د مشر توماس بخ له اصلاحاتو سره اړخ لگوي.