د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام افغانستان ته وړل شوی
۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبهد ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام افغانستان ته وړل شوی دی. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند دویچه ویله ته وویل، چې دا نړیوال جام نن سهار کابل ته رارسېدلی، چې د کابل په هوایي ډګر او بیا وروسته ورته په کرېکټ بورډ کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو.
د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په خبره د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام له متحده عربي اماراتو راوړل شوی، چې دوې ورځې به په افغانستان کې وي: «د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرېکټ بورډ ته وسپارل شو، چې نن سهار کابل ته را ورسید او نن به د کابل ځینو تاریخي ځایونو ته یوړل شي.»
سادات زیاتوی، دا نړیوال جام به سبا هم په افغانستان کې وي او د نندارې له پاره به د افغانستان یوه ولایت ته هم یوړل شي، خو نوموړي د دغه ولایت نوم یاد نه کړ.
د کرېکټ نړیوال جام د نړۍ پر ۱۸ هېوادونو ګرځول کیږي. که څه هم پخوا ویل شوي وو چې په دې هېوادونو کې افغانستان شامل نه دی خو اوس دغه جام افغانستان ته هم وړل شوی دی.
د ۲۰۲۳م د کرېکټ نړیوال جام یو ورځنۍ سیالۍ به د اکتوبر په پنځمه نېټه په هند کې پیل شي او د نوامبر تر ۱۹ به دوام وکړي، چې د نړۍ لسو هېوادونو لوبډلې پکې برخه لري.
د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۷ نېټه د هند په درمسالا کې له بنګله دېش سره ده.