د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام ۳۲ ټیمونه وپیژنئ
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوان جام سیالۍ په روسیه کې دي. په دې جام کې پنځه ټیمه له افریقا، پنځه له آسیا او اقیانوس، ۱۴ ټیمه له اروپا، درې له شمالي او مرکزي امریکا او پنځه ټیمه د جنوبي امریکا دي.
۳۲ ټیمونو ته یو ځغلنده نظر
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام ټیمونه عبارت دي له ایران، جنوبي کوریا، جاپان، عربستان او استرالیا (آسیا او اقیانوس)، آلمان، بیلجیم، انګلستان، هسپانیا، پولنډ، سربستان، ایسلند، فرانسه، پرتګال، سویس، کروشیا، سویډن، ډنمارک او روسیه (اروپا)، مکیسکو، پاناما، کاستاریکا (شمالي امریکا) برازیل، آرجنتاین، اروګوای، کولمبیا او پېرو (جنوبي امریکا)، نایجیریا، مصر، تونس، مراکش او سنیګال (افریقا).
ایران (د پنځم ځل له پاره ګډون)
د ایران ملي لوبډله په ۱۹۷۸، ۱۹۹۸، ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴م کال وروسته د پنځم ځل له پاره د فوټبال په نړیوال جام کې حضور لري، کوم چې په روسیه کې تر سره کیږي.
جنوبي کوریا (د لسم ځل له پاره ګډون)
د جنوبي کوریا ملي لوبډله د آسیا او اقیانوس د پنځو لوبډلو څخه یوه ده چې د ۲۰۱۸م کال په نړیوال جام کې د لسم وار له پاره ګډون کوي. د فوټبال په نړیوالو جامونو کې د جنوبي کوریا تر ټولو ستره بریا د ۲۰۰۲م کال په سیالیو کې د څلورم مقام تر لاسه کول وو چې جاپان اوجنوبي کوریا یې په ګډه کوربه توب کاوه.
جاپان (د شپږم ځل له پاره ګډون)
د جاپان ملي ټیم له ۱۹۹۸م کال څخه را په دیخوا د فوټبال نړیوالو جامونو کې ګډون کوي. خو دغه لوبډله په تیرو وختونو کې پر دې نه ده توانیدلي چې د سالیو وروستي پړاو ته لار ومومي.
سعودي عربستان (د پنځم ځل له پاره ګډون)
د سعودي عربستان د فوټبال ملي ډله په ۱۹۹۴م کال کې پر دې وتوانیده چې د فوټبال نړیوال جام ته لار ومومي او په هماغه دوره کې یې یو پر اتم فاینل ته لار ته چې انتظار یې نه کیده لار ومونده. دغې لوبډلې په ۱۹۹۸، ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶م کال جامونو ته هم لار ومونده.
استرالیا (د پنځم ځل له پاره ګډون)
استرالیا هم د ایران او سعودي عربستان په څیر په روسیه کې د فوټبال په نړیوال جام کې د پنځم ځل له پاره ګډون کوي.
آلمان (د نولسم ځل له پاره ګډون)
د آلمان د فوټبال ملي لوبډله څلور ځل پر دې توانیدلې ده چې د نړیوال جام اتلولي خپله کړي او دا ځل باید له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړني. دغه لوبډله د برازیل (پنځه اتلولۍ یې ګټلي) او ایټالیا (څلور اتلولۍ یې ګټلي) تر څنګ د فوټبال په نړۍ کې یوه له اتلو ټیمونو شمیرل کیږي. دغه لوبډله په تیرو څلورو دورو کې (۲۰۰۲، ۲۰۰۶، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴) کې یو وار اتلولي، یو وار دویم او دوه وارې دریم مقام ګټلی دی.
هسپانیا (د پنځلسم ځل له پاره ګډون)
د هسپانیا ملي لوبډلې د ۲۰۱۴م کال په نړیوال جام کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوله، خو په لومړۍ ګروپي مرحله کې له لوبو ووته. هسپانیې تر اوسه ۱۵ ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی دی او اوسمهال یوه له پیاوړو لوبډلو شمیرل کیږي.
بریتانیا (د پنځلسم ځل له پاره ګډون)
دا پنځلسم وار دی چې د بریتانیا لوبډله د ۲۰۱۸م کال د فوټبال په نړیوال جام کې ګډون کوي. دغه لوبډله یو ځل پر دې توانیدلي دې چې د فوټبال نړیواله اتلولي خپله کړي، هغه هم په ۱۹۶۶م کال کې چې د دغو سیالیو کوربه توب یې پر غاړه درلود.
سربستان (د دوهم ځل له پاره ګډون)
سربستان یو وخت د پخوانۍ یوګوسلایو برخه وه او د دغه هیواد تر پاشل کیدو وروسته د سربستان او مونتنګرو اتحاد برخه وه. د لومړي ځل له پاره د یوه مستقلې لوبډلې په توګه د سربستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۰م کال په نړیوال جام کې حضور درلود. اوس یې دوهم وار دی چې نړیوال جام ته لار مومي.
ایسلند (د لومړي ځل له پاره ګډون)
د ایسلند د ملي لوبډلې دا لومړی ورا دی چې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لار مومي.
روسیه (د اتم ځل له پاره ګډون)
د روسیې د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۸م کال نړیوال جام د کوربه توب ویاړ لري. دا به څلورم وار وي چې دغه لوبډله د فوټبال په نړیوال جام کې خپل ګډون وازمویي.
بیلجیم (د دیارلسم ځل له پاره ګډون)
د بیلجیم لوبډله د اروپا له لوبډله څخه یوه ده چې د فوټبال په راتلونکي نړیوال جام کې حضور لري. دغې لوبډلې تر اوسه ۱۳ وارې د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې ګډون کړی دی.
فرانسه (د شپاړلسم ځل له پاره ګډون)
د فرانسې د فوټبال ملي لوبډله له هغو لوبډلو شمیرل کیږي چې ډیر کم دې د نړیوال جام سیالیو ته لاره نه وي موندلي. دغه لوبډله په ۱۹۹۸م کال کې توانیدلې وه چې د نړیوال جام اتلولي خپله کړي.
پرتګال (د اووم ځل له پاره ګډون)
د پرتګال ملي لوبډلې په ۲۰۱۶م کال کې د اروپا د فوټبال اتلوي وګټله. دا اووم ځل دی چې دغه لوبډله د غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې نړیوال جام ته لار مومي.
پولنډ (د اتم ځل له پاره ګډون)
د پولنډ د فوټبال ملي لوبډلې په ۱۹۳۸م کال کې د لومړي ځل له پاره د نړیوال جام سیالیو ته لار ومونده او دا به اتم وار وي چې په روسیه کې په تر سره کیدونکي نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي.
سویس (د یوولسم ځل له پاره ګډون)
د سویس د فوټبال ملي لوبډله واتونیده چې د یوولسم ځل له پاره د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.
سویډن (د دولسم ځل له پاره ګډون)
دا به دولسم وار وي چې د سویډن د فوټبال ملي لوبډله دې په نړیوال جام سیالیو کې برخه واخلي. سویډن د ۱۹۵۸م کال په جام کې دوهم ځای خپل کړی وو او د ۱۹۵۰ او ۱۹۹۴م کال په جامونو کې یې دریم مقام تر لاسه کړی وو.
ډنمارک (د پنځم له پاره ګډون)
په ۱۹۸۶م کال کې د ډنمارک د فوټبالي ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره نړیوال جام سیالیو ته وتلې وه. دا به پنځ ځل وي چې په ۲۰۱۸م کال کې په روسیه کې په ترسره کیدونکي نړیوال جام سیالیو کې به حضور ولري.
کروشیا (د پنځم ځل له پاره ګډون)
کروشیا د نویمي لسیزي تر لومړیو پورې د پخوانۍ یوګوسلاویا یوه برخه وه. کله چې دغې لوبډلې د لومړي ځل له پاره د فوټبال نړیوال جام ته لار ومونده نو ۱۹۹۸م کال وو، چې دریم مقام یې هم تر لاسه کړ.
مکسیکو (د شپاړلسم ځل له پاره ګډون)
د مکسیکو د فوټبال ملي لوبډله یوه له هغو لوبډلو شمیرل کیږي چې ډیر ځلې یې د نړیوال جام سیالیو کې ګډون کړی دی.
پاناما (د لومړي ځل له پاره ګډون)
د پاناما د فوټبال ملي لوبډله د هرنان داریو ګومز (انځور) تر روزنې لاندې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل له پاره ګډون کوي.
کاستاریکا (د پنځم ځل له پاره ګډون)
د کاستاریکا هیواد د فوټبال ملي لوبډله هم پر دې توانیدلې ده چې په روسیه کې په ۲۰۱۸م کال کې په تر سره کیدونکي نړیوال جام کې ګډون وکړي. د لومړي ځل له پاره دغه لوبډله په ۱۹۹۰م کال کې د فوټبال نړیوال جام ته لاره ومونده. دا به پنځم ځل وي چې کاستاریکا د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي.
برازیل (د ۲۱ ځل له پاره ګډون)
د برازیل د فوټبال ملي لوبډله یوزاینۍ لوبډله ده چې د نړیوال جام په ټولو سیالیو کې یې ګډون کړی دی. دغه لوبډله پر دې توانیدلې ده چې پنځه وارې د نړیوال جام اتله لوبډله شي، چې تر اوسه بله کومه لوبډله دغه ویاړ نه لري.
آرجنتاین (د اوولسم ځل له پاره ګډون)
د آرجنتاین ملي لوبډله هم یوه له هغو لوبډلو څخه ده چې د اتلولۍ د خپلولو په مدعیانو کې شمیرل کيږي. دا اوولسم وار دی چې دغه لوبډله د نړیوال جام سیالیو ته لار مومي. آرجنتاین لوبډلې دوه وارې د نړیوال جام اتلولي خپله کړې ده او دوه وارې یې دوهم مقام خپل کړی دی.
اروګوای (د دریالسم ځل له پاره ګډون)
د اروګوای د فوټبال ملي لوبډله هغه لوبډله ده چې په ۱۹۳۰م کال کې یې د فوټبال د نړیوال جام لومړنۍ اتلولي خپله کړه. دغه لوبډله په ۲۰۱۸م کال کې د دیارلسم ځل له پاره نړیوال جام ته لار ومومي.
کولمبیا (د شپږم ځل له پاره ګډون)
د کولمبیا ملي لوبډله د جنوبي امریکا له پنځو لوبډلو څخه یوه ده چې د فوټبال د ۲۰۱۸م کال په نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي او دا یې شپږم وار دی چې دغو سیالیو ته لار مومي. دغه لوبډله پر دې توانیدلې وه چې په ۲۰۱۴م کال کې یو پر حلورم فاین ته لار ومومي.
پېرو (د پنځم ځل له پاره ګډون)
د پېرو د فوټبال ملي لوبډله وروستی ټیم وو چې د ۲۰۱۸م کال په نړیوال جام ته لاره موندوکو لوبډلو کې شامله شي
تونس (د پنځم ځل له پاره ګډون)
دا پنځم وار دی چې د تونس د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو ته لار مومي. د تونس ملي لوبډلې په ۱۹۷۸، ۱۹۸۹ة ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶م کال نړیوال جام سیالیو کې حضور لاره، خو په لومړۍ ګروپي مرحلو کې له سیالیو ووته.
مصر (د دریم ځل له پاره ګډون)
مصر په ۱۹۳۴م کال کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د لومړۍ ځل له پاره ګډونه کړی وو. دغې لوبډلې د څو لسیزو انتظار وروسته په ۱۹۹۰م کال کې یو ځل بیا نړیوال جام ته لار ومونده او دا به دریم وار وي چې په روسیه کې په ترسره کیدونکي نړیوال جام کې ګډون وکړي.
مراکش (د پنځم ځل له پاره ګډون)
د مراکش ملي لوبډله تر شل کلن انتظار وروسته پر دې وتوانیده چې د فوټبال د ۲۰۱۸م کال نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي.
نایجیریا (د شپږم ځل له پاره ګډون)
د نایجیریا ملي لوبډله په افریقا کې یوه له هغو لوبډلو شمیرل کیږي چې ډیر ځلې یې په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخیستې ده.
سنیگال (د دوهم ځل له پاره ګډون)
د سنیګال ملي لوبډله د ۲۰۰۲م کال د نړیوال جام وروسته د دوهم ځل له پاره دغو سیالیو ته لار مومي.