د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام لوبغالې
د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په روسیه کې د جون له ۱۴ د جولای تر ۱۵ دوام مومي. په ۱۲ لوبغالو کې به دغه سیالۍ تر سره شي چې دلته یې په هکله لنډ معلومات وړاندې کیږي.
په مسکو کې لوږنيکي ستدیوم
اصلي ستدیوم چې د روسیې د ملي ټیم ټاټوبی دی، د ۸۱۰۰۰ زرو کسانو د ځایدو ظرفیت لري. په دغه لوبغالي کې به پر لومړۍ لوبې او پای لوبې سربیره یوه نیمه پای لوبه هم وشي. دغه لوبغالی چې د نړیوال جام له پاره ترمیم شوی دی، تر مخه د چپمنیز لیګ د پای لوبي او د اولمپیک د دوبي سیالیو کوربه توب هم کړی دی.
یکترینبورګ ارېنا
یکترینبورګ ارېنا، چې په ۱۹۵۳م کال کې جوړه شوې ده د فوټبال سږني نړیوال جام له پاره بیا رغول شوې ده. دغه ستدیوم ۳۵۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري او د روسیې د لومړي لیګ اف سي اورال لوبډلي، کورنی ستدیوم هم دی.
سانکت پېتربورګ ستدیوم
په دغه لوبغالي کې ۶۸۰۰۰ نندارچیان لوبه ننداره کولی شي. دغه لوبغالی به د یوه سیمي فاینل یا نیمه پای لوبې کوربه توب هم وکړي. په دغه لوبغالي کې پر نورو سربیره ځیني ګروپي سیالۍ هم وشي چې یوه لوبه پکښې په خپله د روسیې د ملي ټیم ده. د سانکت پېتربورګ ستدیوم د ۲۰۱۷م کال د کنفدراسیون سیالیو ځای هم وو.
سمارا ارېنا
دغه ستدیوم چې د ۴۴۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري د سمارا سویل ته په یوه ټاپو کې د نړیوال جام له پاره جوړ شوی دی. تر دې دمخه په دغه ځای کې څوک استوګن او نه هم کومه زیربنا وه. په دغه لوبغالي کې به کوربه هیواد روسیه، د خپلو ګروپي سیالیو وروستۍ لوبه وکړي. پر نورو سربیره په دغه لوبغالې کې یو کوراټر فاینل لوبه هم تر سره کیږي.
والګا ګراد ارېنا
دغه ستدیوم والګا سنید ته څیرمه د پخواني مرکزي ستدیوم پر ځای جوړ شوی دی. په دغه لوبغالي کې ۴۵۰۰۰ کسان ځايدای شي او يوازي به گروپي سیالۍ پکښې تر سره شي. تر نړیوال جام وروسته به دغه لوبغالي د روتور والګا ګراد، لوبډلې کورنۍ لوبغالي شي. والګا ګراد پخوا د ستالینګراد په نامه هم یادید.
موردوویا ارېنا، سارانسک
آلماني مهندس تیم هوپه، دغه بشپړه نوی کاسه ډوله ستدیون د نړیوال جام له پاره ډیزاین کړی دی. په دغه لوبغالې کې ۴۴۰۰۰ کسان ځایدی شي او یوازې به د ګروپي سیالیو کوربه توب پر غاړه ولري.
روستوف ارېنا
روستوف ارېنا، چې د ۴۵۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري یو له هغو نوو ستدیومونو څخه دی چې د نړیوال جام له پاره جوړ شوی دی. په دغه لوبغالي کې به څلور ګروپي سیالۍ او د وروستیو ۱۶ لوبو څخه به یوه تر سره شي. دغه لوبغالی به د بل دوبي له سیالیو وروسته د اف سي روستوف، کورنۍ لوبغالی وي.
نيږنی نووګورد
دغه ستدیوم هم په ځانګړې توګه د نړیوال جام له پاره جوړ شوی او ۴۵۰۰۰ نندارچیان ځایولی شي. په دغه لوبغالي کې به څلور ګروپي سیالۍ، همداشان یو پر اتم فاینل او یو پر څلورم فاینل لوبه تر سره شي.
کالېننګراد ستدیوم
دا د نړیوال جام یوازنی لوبغالی دی چي تر روسیې د باندي دی. کالېننګراد د پولنډ او لیتوانیا تر منځ د روسیې خاوره ده. دغه لوبغالی هم په ځانګړې توګه د فوټبال نړیوال جام سیالیو له پاره جوړ شوی دی چې د ۳۵۰۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. په دغه لوبغالي کې هم یوازې ګروپي سیالۍ کیږي.
اتکريتايا ارينا
که څه هم دغه ستدیوم د کنفدرایسیون سیالیو له پاره استعمالیږي، خو سږ به یوازې د فوټبال د نړیوال جام ګروپي سیالیو له پاره هم استعمال شي. په دغه ستدیوم کې په یوه وار ۴۵۰۰۰ نندارچیان ځایدی شي. دغه ستدیوم په ۲۰۱۴م کال کې بیا پرانیستل شو او د روسیې په تر ټولو بریالي فوټبال کلب سپارتاک مسکو پوري اړه لري.
کزان ارېنا
کزان ستدیوم چې د کنفدرایسیون جام لوبغالی دی، سږ کال به پکښې د نړیوال جام پر نورو لوبو سربیره څلور ګروپي سیالۍ تر سره شي. په دغه لوبغالي کې ۴۱۵۸۵ نندارچیان ځایدای شي. په ۲۰۱۳م کال کې د دغه ستدیوم تر پرانیستل کیدو دمخه د بنسټ ډبره یې ولادیمیر پوتین ایښې وه. دا د روبین کزان لوبډلي لوبغالی دی.
په سوچي کې فیشت ستدیوم
دغه ستدیوم چې د ۴۱۲۲۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري، د ۲۰۱۴م کال د اولمپیک د ژمنیو سیالیو له پاره جوړه شو. د فوټبال لوبو له پاره د دغه ستدیوم د چت لویه برخه لیري کړل شوې ده. په دغه لوبغالي کې به پر ګروپي سیالیو سربیره نوري لوبې هم وشي.